د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور د مرستیال په مشرۍ د سپېڅلو ځایونو د نومولو کمیسیون څلورمه نوبتي غونډه ترسره شوه.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت وزارت ویاند، خبیب غفران وايي، دغه غونډه کې پرېکړه وشوه چې، تر دې وروسته به نویو جوړېدونکو څلور لارو او سړکونو داسې نومونه غوره کیږي چې، دیني او ملي ارزښت ولري.
خبیب غفران و ویل: « دغه کمیسیون د اسلامي امارت سیاستونو او اصیل فرهنګ ته په کتو سره د سړکونو او څلورلارو په څېر د نویو ځایونو نومولو ارزونه کوي او دغه راز د څلور لارو د نومونو بدلولو په برخه کې د خلکو غوښتنو ته رسېدنه کیږي.»
ځینې هېوادوال د څلور لارو د نومونو بدلولو په تړاو بېلابېل نظرونه لري.
د کابل اوسېدونکی، عبدالحی محمدي وایي: « مثبت اړخ یې دا دی چې هغه څلور لارې چې ځانګړې وې، په کلتوري نومونو بدلیږي، خو له بلې خوا ځینې خلک چې په پخوانیو نومونو یې عادت کړی، ښایي د لارې په اوږدو کې تېروتنې وکړي.»
د تخار ولایت اوسېدونکی، محمد داوود و ویل: « ډېری څلور لارې د اشخاصو په نومونو نومول شوې دي. زه خوشالیږم که یوه څلور لارې په شرعي او اسلامي نومونو ونومول شي.»
تر دې وړاندې هم د دغه کمیسیون په بېلابېلو غونډو کې د کابل د ځینو څلور لارو نومونه بدل شول چې د بېلګې په توګه د ده افغانانو د څلورلارې نوم پر فرهنګ څلور لارې بدل شو.