اسلامي امارت، په غور، بامیان او کابل ولایتونو کې د وروستیو بریدونو د عاملانو پر پټنځایونو د عملیاتو خبر ورکوي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد وايي چې، په غور او کونړ ولایتونو کې د اسلامي امارت د ځانګړو ځواکونو په جلا جلا عملیاتو کې څلور تنه داعشیان وژل شوي دي.
ښاغلی مجاهد زیاتوي چې، پرون ناوخته د غور ولایت په مرکز کې د ځانګړو ځواکونو د عملیاتو په پایله کې د دایکندي او غور تر منځ سیمې د خونړۍ پېښې عاملان وژل شوي دي.
د اسلامي امارت ویاند په دې هکله زیاتوي:«دا هغه کسان وو چې، څه موده مخکې یې زموږ ځينې هېوادوال د غور او دایکندي ترمنځ شهیدان او ټپيان کړي وو او د اسلامي امارت تر څار لاندې وو. زموږ ځواکونه وتوانېدل چې، په تېرو دوو ورځو کې، د هغوی ۱۰ تنه ونیسي او همدارنګه د هغوی پټنځایونه هم پیدا کړي چې، تېره ورځ د یوه ځانګړي عملیات په ترڅ کې، هغه کس چې، د دغه جنایت رهبري یې کوله، له یوه ملګري سره یې ووژل شول.»
ښاغلی مجاهد دغهراز زیاتوي چې، د دغو عملیاتو په پایله کې یو اندازه وسلې، مهمات له هغې ډلې لاسي بمونه او چاودېدونکي توکي هم تر لاسه شوي دي.
د اسلامي امارت ویاند وايي چې، دا ډله په بلوچستان کې د داعش له مرکزونو رهبري کېده او ټول بریدونه یې په بلوچستان کې د داعش د خراسان څانګې په لارښوونه ترسره کړي دي.
ذبیحالله مجاهد وايي:«د افغانستان اسلامي امارت ژمن دی، هر هغه څوک چې، د خلکو امنیت وګواښي او د خلکو پر ضد اقدام وکړي، ډېر ژر د خپلو کړو په سزا ورسېږي.»
د سیاسي چارو شنونکی یوسف امین ځاځی هم په دې هکله طلوعنیوز ته وايي:«د داعش پروژه بهرني اړخونه لري نه کورني، او د افغانستان په خلکو پورې تړاو نهلري. موږ د خپلې ازادۍ لپاره جنګېدلي یو، د نیواک پر وړاندې جنګېدلي یو؛ خو هېڅکله ترهګر نهوو.»
د روان لمریز کال په وږي میاشت کې ناپېژاندو کسانو د دایکندي او غور تر منځ سیمه کې پر ملکي کسانو ډزې وکړې چې، په پایله کې یې ۲۰ کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.
په دې اړه مو اندونه