د پښتون ژغورنې غورځنګ، د پېښور په ټولو پښتون مېشتو سیمو کې د «ولسي پاڅون» په نوم اعتراضي غونډې پیل کړي او د پښتنو د عدالت غوښتنې لپاره د قامي جرګې د پرېکړو د عملي کېدو غوښتنه کوي.
ځینو اعتراض کوونکو ویلي تر هغې چې، د دغې جرګې پرېکړې عملي نهشي، خپلو اعتراضونو ته به دوام ورکړي.
دوی زیاتوي چې، د دغو اعتراضونو لړۍ د خیبر پښتونخوا د بنو سیمې ته رسېدلې ده.
د باجوړ اوسېدونکی رحیمالله په دې هکله وايي:«د پښتنو د عدالت غوښتنې په جرګه کې، ټولې وروستۍ شوې پرېکړې، د منظور پښتین غوښتنې او د ورکو شویو کسانو او ناامنیو په تړاو ټولې ویناوې باید عملي شي او د عدالت غوښتنې جرګې د پرېکړو تر عملي کېدو پورې به، زموږ اعتراضونه دوام ولري.»
له دې سره هممهاله، کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د اعتراضونو همغږي کوونکی زیاتوي، تر هغې چې، د پښتنو د عدالت غوښتنې د قامې جرګې پرېکړې عملي نهشي، دوی به خپلو اعتراضونو ته دوام ورکړي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ د اعتراضونو همغږی کوونکی عصمتالله زهیر څرګندوي:«موږ یو سولهییز تنظیم یو، ترهګر نهیو. د ترهګرۍ او تاوتریخوالي پر ضد زموږ لاریون یوازې نن نه دی؛ بلکې هر کله چې، ترهګري رامنځته کېږي دوام به ولري. تر هغې چې، د پښتنو لپاره د عدالت غوښتې قامي جرګې پرېکړې پلې نهشي، موږ به خپلو غونډو او لاریونونو ته دوام ورکړو.»
د پېښور په پښتون مېشتو سيمو کې اعتراضونه په داسې حال کې روان دي چې، د روان کال د تلې پر ۲۳مه د پښتون ژغورنې غورځنګ په یوه پرېکړهلیک کې ویلي چې، ټولې وسلهوالې ډلې دې په دوو میاشتو کې د دوی له سیمو ووځي.