Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

عدلیه وزارت: ۱۵ زره جریب ځمکه تثبیت او ارزول شوه

عدلیه وزارت په کابل او ځینو نورو ولایتونو کې د ۱۷ زره جریبه ځمکو له ارزونې خبر ورکوي.

ددغه وزارت ویاند وایي، د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د بیرته راګرځولو کمیسیون په ناسته کې، په بلخ، جوزجان، کندز، میدان وردګ، زابل او پکتیکا ولایتونو کې د زرګونه جریبه ځمکو دوسیې ارزول شوي دي.

د وزارت په وینا له ۱۷ زره جریبه ځمکو څخه، ۱۵ زره یې دولتي ځمکې دي. 

د عدلیې وزارت ویاند، برکت الله رسولي زیاته کړې: «د ځمکې د غصب مخنیوي کمیسیون په دې غونډه کې په شپږو ولایتونو کې له ۱۷ زره جریبه د زیاتو ځمکو له منځه نږدې ۱۵ زره جریبه ځمکې د دولتي ځمکو په توګه پېژندلي دي. دغه ولایتونه بلخ، جوزجان، کندز، میدان وردګ، زابل او پکتیکا دي. همدارنګه یو شمېر قضیې ځانګړې محکمې ته د غصب شوو ځمکو د څېړلو لپاره سپارل شوې دي.»
عدلیې وزارت دغه راز ویلي، په دې غونډه کې د چهارآسیاب، موسهي، د چهارآسیاب د رفاه ښارګوټي او په شکردره ولسوالۍ او د کابل په ۱۷مه ناحیه کې د سلګونو جریبه نورو ځمکو په اړه هم خبرې شوې دي او ځینې دوسیې یې د حل لپاره یې ځانګړې محکمې ته راجع کړې دي.
د سیاسي چارو شنونکی، هېواد ځاځي په دې اړه ټینګار وکړ چې: «هغه شخصي ځمکې چې د زورواکو له لوري غصب شوې دي هم باید پام ورته وشي، او موږ له اسلامي امارته غواړو چې د دې ځمکو په بېرته راستنولو کې هڅې وکړي.»
تر دې وړاندې هم د عدلیې وزارت د روانې لمریزې میاشتې پر اتلسمه اعلان کړی و، چې په تېره یوه میاشت کې یې په ۲۳ ولایتونو کې له ۲۵۰ زره جریبه زیاته دولتي ځمکه تثبیت کړې ده.

شریک یي کړئ