Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

پر افغان کډوالو د ایراني ځواکونو د ډزو د ادعاو په اړه څېړنې روانې دي

د اسلامي امارت ویاند وایي چې پر افغان کډوالو د ایران د پوځیانو د ډزو او وژنې په اړه څیړنې لاهم روانې دي.

ذبیح الله مجاهد زیاتوي چې د اسلامي امارت له لوري استول شوي پلاوي له درېو هېوادونو لیدنه کړې او له حکومتي مسوولینو، د سیمې له اوسیدونکو او سرحدي مسوولانو سره یې خبرې اترې کړي دي.

ښاغلي مجاهد د څیړنو د وخت د زیاتیدو لامل ددغې پیښې د ځایونو لریوالی بولي.

هغه زیاته کړه: «هغه څېړنیزه ډله چې هلته استول شوې ده، د درېیو هېوادونو له پولو لیدنه کوي او د سرحدي چارواکو سره لیدنې او کتنې لري. دوی همدارنګه د پېښې ځای له نږدې ګوري او هغه دلایل څېړي چې د دې ادعا په اړه وړاندې شوي دي.»

د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي له سرپرست حکومته غواړي چې د دغو څېړنو پایلې له ولس سره شریکې کړي.

دوی دغه راز د کډوالو له ملاتړو ادارو غواړي چې په نورو هېوادونو کې له افغانانو ملاتړ وکړي.

د نړۍوال اړیکو شنونکی، محمد بلال عمر وايي: «هغه کسان چې په یوه بل هېواد کې ژوند کوي، ځانګړې حقوق لري، او دا د نړۍوالو بنسټونو دنده ده چې له سیمې لیدنه وکړي او مستند شواهد وړاندې کړي.»

د سیاسي چارو شنونکی، سیداکبر سیال وردګ وايي: «حکومت باید هغه اسناد او شواهد چې مستند شوي، له خلکو سره شریک کړي څو احساسات او تبلیغات سره مالوم او څرګند شي.»
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې داسې راپورونه خپاره شوي وو، چې په سیستان و بلوچستان ولایت په کلګان سراوان سیمه کې د ایران ځواکونو پر یو شمېر افغان کډوالو ډزې کړي دي، چې وروستیا بیا په افغانستان کې د ایران سفیر او د دغه هېواد ځانګړي استازي دغه تورونه رد کړل.
 
شریک یي کړئ