Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د را ایستنو د دوام سربېره ناقانونه کډوالي دوام لري

له ایرانه د افغان کډوالو جبري را رایستلو لړۍ چټکېدو سره هممهاله، په ورځني ډول سلګونه هېوادوال په ناقانونه بڼه ایران ته ځې.

دغه هېوادوال وايي د کاري فرصتونو نشته والی او بې وزلۍ له امله مجبوره کېږي چې دغه ګواښمن سفر ته مخه کړي.
د بدخشان اوسېدونکی اته دیرش کلن عبدالسلام دی چې د خپلې اووه کسیزې کورنۍ مسوولیت هم ور ترغاړې دی.
  هغه غواړي چې د خپلې کورنۍ د لګښتونو پوره کولو لپاره په ناقانونه او قاچاقي ډول ایران ته ولاړ شي.

د کار نشته والی او بې وزلۍ عبدالسلام اړ کړی چې ایران ته په ناقانونه ډول سخت سفر وکړي.

عبدالسلام وايي: «زه د یوې اووه کسیزې کورنۍ سرپرستي پر غاړه لرم او پریکړه مې کړې چې د خپلې کورنۍ د ژوند لګښتونو د پوره کولو لپاره په قاچاقي او ناقانونه توګه ایران ته لاړ شم. د کار نشتوالي او بې وزلۍ اړ کړی یم چې ایران ته دا سخت، خطرناک او ناقانونه سفر ایران پیل کړم.»

د بغلان اوسېدونکی په دې تړاو وايي: «د هېواد دننه راته د کار زمینه برابره نه ده. اړ یم چې ایران یا بل هېواد ته ولاړ شم. که د هېواد دننه راته کار پیدا شي، هیڅکله بهر نه ځم.»
د فراه اوسېدونکی، محمد الله وايي: «درې کاله کیږي چې کوژده مې کړې او د مهر پیسې نشم پوره کولای. اړ یم چې ایران ته سفر وکړم، څو ځل مخکې هم تللي یو، ډېر سخت سفر پر وړاندې لرم، په دې لار کې وژل کېدل او لوږه او تنده شته.»

خو د نیمروز والي له هېوادوالو غواړي چې ګاونډیو هېوادونو ته په ناقانونه ډول له سفره ډډه وکړي.

د نیمروز والي، محمد قاسم خالد بیا وايي: «له هېوادوالو غواړو چې ګاونډيو هېوادونو ته له ناقانونه لارو ولاړ نه شي. حکومت د پاسپورټ ورکړې زمینه برابره کړې ده. هرڅوک کولای شي پاسپورټ واخلي او له قانوني لارو ولاړ شي.»

دا پداسې حال کې ده چې د راپورونو پربنسټ په ایران کې د ناقانونه افغان کډوالو نیولو او جبري ایستلو لړۍ چټکه شوې ده او په ورځني ډول سلګونه کورنۍ او افغان کډوال چې د کار او د کورنیو لګښتونو پوره کولو په موخه دغه هېواد ته تللي دي په جبري ډول هېواد ته را ایستل کېږي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه