د افغاني سرې میاشتې ټولنې د محمد بن سلمان او د البصر له بنسټونو سره په کابل کې د سترګو ناروغانو د وړیا درملنې زمینه برابره کړې ده.
د افغاني سرې میاشتې ټولنې ویلي چې په دغه شپږ ورځڼي کمپ کې اته زره ناروغان تشخیص او له اته سوو ډیر ناروغان به په وړیا ډول عملیات کړي.
د افغاني سرې میاشتې سرپرست، شهاب الدین دلاور وايي: «د افغانستان د سرې میاشتې په مرکزي روغتون کې یو پراخ پروګرام پرانیستل کیږي چې شاوخوا اته زره ناروغان به پکې معاینه کیږي.»
بلخوا، د البصر د نړۍوال بنسټ مسوول زیاتوي چې دوی به دا پروګرام په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم ترسره کړي او په دې برخه کې به ډاکټرانو ته روزنه ورکړي.
په افغانستان کې د البصر نړۍوال خیریه بنسټ مشر، رضوان احمد بلوچ وايي: «موږ ډاکټران هم روزو او انشاالله چې دوی به هم دا ډول کمپونه اداره کړي. د ۲۰۲۳ کال په وروستیو کې مو په کندهار کې د درملنې یو کمپ جوړ کړ او د سږ کال په جنورۍ او فبروري کې به په هرات کې یو کمپ جوړ کړو. پلان لرو چې په ټول افغانستان کې ورته کمپونه ترسره کړو..»
هغه ناروغان چې په کابل کې د افغاني سرې مياشتې مرکزي روغتون ته د درملنې په موخه راغلي، که څه هم د درملنې د دا ډول کمپونو پر جوړېدو خوښي څرګندوي، خو له عامې روغتيا وزارت او له افغاني سرې مياشتې له ټولنې غواړي چې په وړيا ډول ورته د درملنې نورې اسانتياوې برابرې کړي.
یو ناروغ، محمد اسحاق وايي: «له خیریه موسسې او دولت چې زموږ درملنه یې کړې، مننه ترې کوو.»
یو بل ناروغ، سردار هم په دې تړاو داسې وايي: «دید مې کمزوری دی. خبر شوم چې دلته د سرې میاشتې ډاکټران راغلي دي، له کندوزه د درملنې لپاره راغلی یم.»
دا په داسې حال کې ده، چې دغه خيريه بنسټ تېر کال په کابل، هرات، ننګرهار او يو شمېر نورو ولايتونو کې هم د سترګو د ناروغيو لپاره کمپونه جوړ کړي وو.
په دې اړه مو اندونه