Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ایران او هند د افغانستان په تړاو سیمه‌ییزې همکارۍ مهمې وبللې

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د روسیې په کازان کې د برېکس ناستې په څنډه کې د هند له لومړي وزیر نرېندرا مودي سره په کتنه کې، په سیمه‌ییزو مسایلو کې له افغانستان سره پر تعامل ټينګار کړی او په افغانستان کې د شته ستونزو حل، سوله او ټيکاو مهم بللي دي.

د ایران ولسمشرۍ ماڼۍ په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې، ښاغلي پزشکیان ویلي هر هغه ګام چې، په افغانستان کې د سولې او ټيکاو لامل شي، ایران ترې ملاتړ کوي.

په دغې خبرپاڼه کې راغلي:«موږ باید له افغانستان سره په انګیزه او ارادې سره د سیمې د راتلونکي د جوړولو لپاره خبرې وکړو. موږ باید مرسته وکړ چې، افغانانو د ستونزو له حل سره د سولې، ارامۍ او سوکالۍ ته ورسېږي. د ایران اسلامي جمهوریت د هر هغه اقدام ملاتړ کوي چې، په افغانستان کې د سولې او ثبات له ټینګښت سره مرسته کوي.»

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد هم وایي چې، سرپرست حکومت د ایران په ګډون له ټولو هېوادونو سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی او د دغو اړیکو د ښه‌والي لپاره هڅې هم روانې دي.

ښاغلي مجاهد زیاته کړه:«موږ له ایران او هند سره د ښو اړیکو غوښتونکي یو او تراوسه توانېدلي یو چې، له ټولو هېوادونو سره خپلې اقتصادي اړیکې پیاوړې کړو. موږ د دې غوښتونکي یو چې، اړیکې نورې هم پیاوړې شي.»

د سیاسي چارو شونکی سید اکبر سیال وردک هم په دې هکله طلوع‌نیوزته وايي:«زما په اند ایران د سیمې یو ځواک دی او په برېکس کې ډېر مهم رول لري او د برېکس رسمي غړی دی، ایران کولای شي چې، د افغانستان د سیاسي، اقتصادي او کلتوري برخو په ګډون په ټولو برخو کې مثبت رول ولري. او ترڅنګ یې له نړۍوالې ټولنې سره د افغانستان اړیکې مثبت لوري ته بوځي.»

تر دې مخکې هم د ایران ولسمشر، د ملګروملتونو د عمومي غونډې په څنډه کې د تاجیکستان له ولسمشر سره په کتنه کې، د افغانستان مسئله د تهران او دوشنبې ترمنځ د یوې ګډې موضوع په توګه مطرح کړې وه او د افغانستان د ستونزو په حل کې یې د دغو هېوادونو پر همکارۍ ټینګار کړی و.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد هم وایي چې، سرپرست حکومت د ایران په ګډون له ټولو هېوادونو سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه