Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

مولوي عبدالکبیر: یوناما دې د افغانستان له مسایلو سره مسوولانه چلند وکړي

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر له رزا اوتونبایوا غوښتي چې، یوناما په افغانستان کې د ځينو مسایلو په تړاو باید مسوولانه چلند وکړي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت د څرګندونو پر بنسټ مولوي عبدالکبیر د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړې استازې سره په دغې کتنه کې همدارنګه ویلي چې، سرپرست حکومت د هغو مسایلو په هکله چې، په تړاو یې اندېښنې موجودې دي، چمتو دی خبرې اترې وکړي.

ښاغلي فطرت زیاته کړې چې، د ریاست‌الوزرا سیاسي مرستیال په هېواد کې د یوناما ماموریت مهم بللی دی.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال طلوع‌نیوز ته وویل:«مولوي عبدالکبیر په دې لیدنه کې څرګنده کړه چې، اسلامي امارت په افغانستان کې د یوناما ماموریت ته په اهمیت قایل دی، هغه زیاته کړه چې، د نشه‌يي توکو او مسکراتو پر وړاندې د مبارزې عالي کمېسیون به ډېر ژر وروستۍ شي او ژمنه یې وکړه چې، نږدې ورځو کې به د یوناما په ګډون له سفارتونو سره ګډه ناسته جوړه کړي.»

د حمدالله فطرت په خبره، د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال همداراز زیاته کړې چې، اسلامي امارت د اسلامي اصولو پر بنسټ خپلې چارې پر مخ وړي.

د سیاسي چارو شنونکی حنیف خان کړوخېل په دې هکله وايي:«یوناما د اسلامي امارت او نړۍ ترمنځ ارتباطي پُل دی او کولای شي چې، ډېر څه وکړي او کولای شي په ملګرو ملتونو کې شويو مثبتو پرمختګونو ته په هماغه بڼه انعکاس ورکړي چې، د ملګرو ملتونو او امارت ترمنځ واټن راکم او رسمیت پېژندنې ته زمینه برابره شي.»

د سیاسي چارو بل شنونکی ګل محمدالدین محمدي هم څرګندوي:«له یوناما مو غوښتنه داده چې، د افغانستان رښتینی انځور نړۍ ته وړاندې کړي او د افغانستان په بېلابېلو برخو کې شته واقعیتونو ته پام وکړي چې، د افغانستان او نړۍ ترمنځ ستونزې حل شي.»

 له دې مخکې، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست سره په کتنه کې له افغانستان سره د رغنده اړیکو په برخه کې د یوناما پر ژمنتیا ټینګار کړی او ویلي دي چې، د ټولو افغانانو غوښتنې به واوري.

د ریاست‌الوزرا سیاسي مرستیال همدارنګه ټينګار کړی چې، اسلامي امارت خپلې کاري چارې د اسلامي قوانینو پر بنسټ مخته بیايي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه