د کورنیو چارو سرپرست وزیر خلیفه سراج الدین حقاني وویل چې شل کلنې جګړې دوی ته بریا ورکړه، او اوس یې یو نوی فصل پرانستی، چې دا د نړۍ سره د مثبت تعامل فصل دی.
ښاغلي حقاني له نیویارک ټایمز سره په ځانګړې مرکه کې و ویل چې دوی د تاوتریخوالي او جګړې فصل تړلی دی.
په دې مرکه کې ښاغلي حقاني د اوسني افغان حکومت په یووالي ټینګار کړی او هر ډول اختلافات یې رد کړي دي.
د تفصیلي مرکې یوه برخه داسې ده: «د طالبانو مشرتابه د یو واحد قانون او یو واحد رهبر سره یو خپلواک حکومت جوړولو سره لویه لاسته راوړنه ترلاسه کړې ده.»
نوموړي په یوه بله برخه کې وویل: «یووالی د اوسني افغانستان لپاره ډېر مهم دی، تر څو موږ یو سوله ییز هېواد ولرو.»
د نړۍ سره د ده د تعامل په اړه، نیویارک ټایمز لیکلي چې خلیفه سراج الدین حقاني په دې برخه کې بریالی روان دی ترڅو د لویدځ په ګډون له نړۍ سره اړیکې جوړې کړي.
د کورنیو چارو سرپرست وزیر دا هم ویلي چې د نجونو په تعلیم باندې بندیز به تل لپاره نه وي.
حقاني نیویارک ټایمز ته ویلي: «اوسنی وضعیت دا معنا نه لري چې نجونې به د تل لپاره له ښوونځیو او تعلیم څخه منع شي.»
نیویارک ټایمز له خپلو سرچینو څخه په حواله لیکلي چې حقانیان ژمن دي چې د داعش او القاعدې ګواښونه مهار کړي.
حقاني نیویارک ټایمز ته ویلي: «په افغانستان کې هیڅ تروریستي ډلې شتون نه لري؛ اسلامي امارت د هېواد په هر ګوټ کنټرول لري.»
په دې اړه مو اندونه