Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

برېکس غړي هېوادونه له خپلواک او سوله ییز افغانستانه ملاتړ کوي

د برېکس غړو هېوادونو مشرانو د یادې ناستې د پای په یوه ګډه اعلامیه کې ټینګار کړی چې له افغانستان څخه د یو خپلواک، ملګري، سوله ییز او له ترهګرۍ، جګړې او نشه يي توکو خوندي هېواد په توګه ملاتړ کوي.

په دغه اعلامیه کې دغه راز د افغانستان د مسایلو په حل کې د سیمې او ګاونډیو هېوادونو رول مهم بلل شوی دی.

د یادې اعلامیې په یوه برخه کې افغانانو ته د بیړنیو بشري مرستو د رسولو پر اړتیا او د نجونو پر مخ د زده کړو د بندیزونو پر لرې کېدو هم ټینګار شوی دی.

د بریکس غړو هېوادونو د مشرانو د ګډې اعلامیې یوه کې راغلي: (موږ له افغان چارواکو غواړو چې د نجونو پر مخ د منځنیو او لوړو زده کړو بندیز لرې کړي.

موږ د سیمه ییزو بهیرونو او د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو پر لومړني او اغېزمن رول ټینګار کوو او د افغانستان د مسئلې د هواري لپاره د دې ډول سیمه ییزو بهیرونو او نوښتونو د هڅو هرکلی کوو.)

د سیاسي چارو شنونکی، معین ګل څمکنی وايي: ټولو په یوه خوله پر اسلامي امارت غږ وکړ چې نجونو ته د زده کړو او ښځو ته د کار زمینه برابره شي. دا یوازې د برېکس نه بلکې د افغانانو او نورې نړۍ غوښتنه هم ده. اسلامي امارت باید په شرعي بڼه او د افغاني عرف پر بنسټ نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړي.

که څه هم اسلامي امارت د نجونو پر مخ د زده کړو د بندیزو د لرې کېدو اړوند د بریک د غړو هېوادونو د مشرانو د غوښتنې په اړه څه نه وایي، خو ټینګار کوی چې په افغانستان کې ثبات او امنیت په سېمه کې د ټولو هېوادونو په ګټه دی.

د اسلامي امارت د ویاند وایي، اسلامي امارت دا مسله چې افغانستان د بریکس غونډې د بحثونو په چورلیځ کې وو مثبته ارزوي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال، حمدالله فطرت وايي: افغانستان د برېکس سرمشریزې په اجنډا او محور کې ځای لري. اسلامي امارت د سیمې د هېوادونو پام دې ته راګرځوي چې د افغانستان ټيکاو  او اقتصاد په سیمه ییزه کچه ځانګړې ارزښت لري او د ټولو په ګټه دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه