Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

اوتونبایوا: د ملګرو ملتونو سازمان په ناورین کې د افغانانو ملاتړ ته ژمن دی

د اکټوبر ۲۴ د ملګرو ملتونو له نړۍوالې ورځې سره برابره ده.

د دغې ورځې له را رسېدو سره هم مهاله په افغانستان کې د ملګروملتونو د لوی منشي ځانګړې استازې ټینګار کوي چې ملګري ملتونه پر بحراني شرایطو کې له افغانانو ملاتړ ته ژمن دي.

روزا اتونبایوا دغه راز وایي چې یوناما به د دوحې د پروسې له لارې د باور فضا رامنځته کولو او د افغانستان له اقتصادي سکتورونو څخه د ملاتړ په موخه د دواړو خواوو د علاقې وړ برخو د موندلو لپاره خپل رغنده او ښه باوري تعامل ته دوام ورکړي.

هغې و ویل: (موږ به په کابل کې د خپل حضور او د دوحې بهیر او کاري ډلو له لارې د ډیری بزګرانو لپاره د تریاکو له اقتصاد څخه د تېرېدو او د اقتصاد په ښه کولو کې له خصوصي سکتور څخه د ملاتړ په برخو کې د افغانانو د اندیښنې وړ مهمو برخو کې کار وکړو. ملګري ملتونه ژمن دي چې په سختو حالاتو کې د افغانانو تر څنګ ولاړ وي.)

روزا اتونبایوا د خپلو څرګندونو په بله برخه کې وايي چې ملګري ملتونه په څو تیرو لسیزو کې د افغانستان دایمي همکار وو او هڅه یې کړې چې سولې، امنیت او پرمختګ ته په رسېدو کې د افغانانو مرسته وکړي.

اغلې اوتونبایوا په دې اړه و ویل: (په ۲۰۰۲ کال کې د یوناما له جوړېدو راهیسې، موږ په دوامداره توګه په ننګونکو شرایطو کې کار کړی څو د سولې، امنیت او پراختیا په برخه کې د افغانانو مرسته او ملاتړ وکړو.)

د ملګرو ملتونو سازمان په ۱۹۴۵ کال کې د اکتوبر په ۲۴ نېټه رامنځته شو او دمګړۍ د نړۍ ۱۹۳ هېوادونه د دغه سازمان غړیتوب لري.

د ملګرو ملتونو عمومي مجمعې په ۱۹۴۷ کال کې د اکتوبر ۲۴ د ملګرو ملتونو د نړیوالې ورځې په توګه اعلان کړه.

افغانستان هم یو له هغو هېوادونو څخه وو چې د ۱۹۴۶ کال د نومبر په ۱۹ نېټه له ملګرو ملتونو سره یوځای شو.

روزا اتونبایوا د خپلو څرګندونو په بله برخه کې وايي، ملګري ملتونه په څو تیرو لسیزو کې د افغانستان دایمي همکار وو او هڅه یې کړې چې سولې، امنیت او پرمختګ ته په رسېدو کې د افغانانو مرسته وکړي.

تصویر بندانگشتی

د اکټوبر ۲۴ د ملګرو ملتونو له نړۍوالې ورځې سره برابره ده.

د دغې ورځې له را رسېدو سره هم مهاله په افغانستان کې د ملګروملتونو د لوی منشي ځانګړې استازې ټینګار کوي چې ملګري ملتونه پر بحراني شرایطو کې له افغانانو ملاتړ ته ژمن دي.

روزا اتونبایوا دغه راز وایي چې یوناما به د دوحې د پروسې له لارې د باور فضا رامنځته کولو او د افغانستان له اقتصادي سکتورونو څخه د ملاتړ په موخه د دواړو خواوو د علاقې وړ برخو د موندلو لپاره خپل رغنده او ښه باوري تعامل ته دوام ورکړي.

هغې و ویل: (موږ به په کابل کې د خپل حضور او د دوحې بهیر او کاري ډلو له لارې د ډیری بزګرانو لپاره د تریاکو له اقتصاد څخه د تېرېدو او د اقتصاد په ښه کولو کې له خصوصي سکتور څخه د ملاتړ په برخو کې د افغانانو د اندیښنې وړ مهمو برخو کې کار وکړو. ملګري ملتونه ژمن دي چې په سختو حالاتو کې د افغانانو تر څنګ ولاړ وي.)

روزا اتونبایوا د خپلو څرګندونو په بله برخه کې وايي چې ملګري ملتونه په څو تیرو لسیزو کې د افغانستان دایمي همکار وو او هڅه یې کړې چې سولې، امنیت او پرمختګ ته په رسېدو کې د افغانانو مرسته وکړي.

اغلې اوتونبایوا په دې اړه و ویل: (په ۲۰۰۲ کال کې د یوناما له جوړېدو راهیسې، موږ په دوامداره توګه په ننګونکو شرایطو کې کار کړی څو د سولې، امنیت او پراختیا په برخه کې د افغانانو مرسته او ملاتړ وکړو.)

د ملګرو ملتونو سازمان په ۱۹۴۵ کال کې د اکتوبر په ۲۴ نېټه رامنځته شو او دمګړۍ د نړۍ ۱۹۳ هېوادونه د دغه سازمان غړیتوب لري.

د ملګرو ملتونو عمومي مجمعې په ۱۹۴۷ کال کې د اکتوبر ۲۴ د ملګرو ملتونو د نړیوالې ورځې په توګه اعلان کړه.

افغانستان هم یو له هغو هېوادونو څخه وو چې د ۱۹۴۶ کال د نومبر په ۱۹ نېټه له ملګرو ملتونو سره یوځای شو.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه