د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند وايي، په کابل کې د تېرې ورځې په چاودنه کې یو کس وژل شوی او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.
نوموړی زیاتوي، د یادو چاودېدونکو توکو لېږدونکی کس په ټپي حالت کې نیول شوی او دمګړۍ تر پوښتنې او ګروېږنې روانې دي.
ښاغلی ځدراڼ وايي: د دغې چاودنې له امله یو ماشوم شهید شوی او یوولس ملکي هېوادوال برسېرن ټپیان شوي دي. د چاودیدونکو توکو لېږدونکی کس په ټپي حالت کې د امنیتي ځواکونو له لوري نیول شوی او څېړنې ترې روانې دي. څو په پېښه کې ټول ښکېل کسان معلوم او د قانون منګولو ته وسپارل شي.
عبدالهادي د چهارشنبې په ورځ د کابل په سینما پامیر سېمه کې د چاودنې شاهد دی.
عبدالهادي وایي له ۱۳ کلونو راهېسې په دې سېمه کې د بوټ پلورلو کاروبار کوي.
نوموړی چې د چاودنې پر مهال په همدې سېمه کې وو خپل د سترګو لیدلی حال داسې بیانوي.
هغه و ویل: حادثه داسې وه چې ټول په خپل کار بوخت وو. یوه چاودنه وشوه، زه خپله هم همدلته وم. یوه ښځه راغله له یوې کراچۍ یې سوپ اخیسته، چې دغه مهال چاودنه وشوه او ټپیان او مړي ډېر پراته وو.
په ورته مهال د پلازمېنې یو شمېر نور اوسېدونکي د اسلامي امارت له امنیتي بنسټونو غواړي چې په هېواد کې د دایمې امنیت د خوندیتوب په برخه کې هڅاند واوسي.
د کابل اوسېدونکی، احمد جاوید وايي: هڅه دې وشي چې بیا دا ډول پېښې و نه شي. زموږ هېواد دې امن وساتي چې موږ خپل کار او غریبي وکړای شو.
د کابل ښار یو بل اوسېدونکی، اجمل بیا وايي: په تېرو درېیو کلونو کې امنیت ښه شوی دی. خو ځينې ترهګرې ډلې شته چې ځیني فعالیتونه کوي. اسلامي امارت باید دغه حالت ته جدي پام وکړي. فعالیتونه یې شنډ کړي.
پخواني ولسمشر حامد کرزي هم دغه پېښه غندلې او هغه یې ترهګریزه بللې ده.
ښاغلي کرزي زیاته کړې: (زه د کابل ښار د سینما پامیر سیمې چاودنه چې له امله یې زموږ یو شمېر ګرانو هېوادوالو ته مرګ ژوبله واوښته په کلکه غندم او دا چاودنه یو ترهګریز عمل دی.)
دا په داسې حال کې ده چې د چهارشنبې په ماښام په کابل کې ایمرجنسي روغتون هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي وو چې یاد روغتون ته د دریو ماشومانو، دوو ښځو او شپږو نارینه وو په ګډون ۱۱ تنه د درملنې لپاره ور لیږدول شوي دي.