Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

له نړۍوالې انزوا د افغانستان پر را ایستلو د ازبېکستان او قرغېزستان ټینګار

د ازبېکستان او قرغېزستان ولسمشرانو د برېکس په سرمشریزه غونډه کې له نړۍوالې انزوا د افغانستان پر را اېستلو ټينګار وکړ.

په دې غونډه کې د ازبیکستان ولسمشر له نړۍوالې انزوا د افغانستان پر اېستلو ټینګار کړی او بشري مرستې، د اقتصاد ښه کېدل او په افغانستان کې د سولې او ټیکاو رامنځته کېدل مهم بللي دي.

د ازبېکستان ولسمشر، شوکت میرضیائوف ویلي: «کله چې د نړیوال او سیمه ییز امنیت خبره کیږي، د افغانستان پر ستونزې سترګې نه شي پټېدای، زموږ ګډه دنده منزوي کول نه دي، بلکې له افغانانو او د دغه هېواد له اوسنیو چارواکو سره د شته ننګونو د له منځه وړلو، ټولنیز-اقتصادي پرمختګ او سولې او سوکالۍ ته د رسېدو په برخو کې مرسته ده.»

د قرغزستان ولسمشر هم په دې غونډه کې له افغانستانه هر اړخیز ملاتړ او د اقتصاد له نړیوالو او سیمه ‌ییزو اقتصادي سیسټمونو سره د دغه هېواد یوځای کېدل مهم وبلل.

صدر جباروف له افغانستان سره د بهرنیو مرستو پر دوام او له نړۍوالې انزوا د افغانستان پر اېستلو ټينګار وکړ.

د قرغېزستان ولسمشر، صدر جباروف وايي: «قرغزستان له  افغانستان سره د ګډې پولې لرونکې هېواد په توګه دا مهمه ګڼي چې له افغانستان او افغانانو سره هراړخیزه مرسته وکړي څو د دغه هیواد اقتصاد په سیمه ییز او نړیوال اقتصادي بهیر کې مدغم شي. موږ نه شو کولای افغانستان له بهرنیو مرستو پرته په نړیواله انزوا کې پریږدو.»

که څه هم اسلامي امارت د ازبیکستان او قرغزستان د هېوادونو د مشرانو د دغو څرګندونو په تړا څه نه وايي، خو تل یې د افغانستان د ستونزو د حل لپاره د دغو هېوادونو د همکارۍ ستاینه کړې ده.

د سیاسی چارو شنونکی، معین ګل څمکنی په دې اړه وايي: باید له یو بل سره همکاري وشي، په ځانګړې توګه د برېکس غړي هېوادونه له افغانستان سره له اقتصادي، سیاسي او نظامي پلوه مرسته وکړي. څو افغانستان نورمال وضعیت ته راشي. 

بریکس درې ورځنۍ سرمشریزه د ۳۶ هیوادونو د مشرانو او یو شمېر نړیوالو سازمانونو په ګډون د سې ‌شنبې په ورځ د روسیې په کازان کې پیل شوه او د پنجشنبې ورځې ناوخته پای ته ورسېده.
  
برازیل، روسیه، هند، چین، سویلي افریقا، ایران، مصر، متحده عربي امارات، او ایتوپیا د دغه سازمان غړي دي.

په غونډه کې د ازبیکستان ولسمشر له نړۍوالې انزوا د افغانستان پر اېستلو ټینګار کړی او بشري مرستې، د اقتصاد ښه کېدل او په افغانستان کې د سولې او ټیکاو رامنځته کېدل مهم بللي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه