Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د کابل او تاشکند ترمنځ د اړیکو د پراختیا هلې ځلې

د ریاست الوزرا اداري مرستیال د ازبېکستان د دیني عالمانو له جګپوړي پلاوي سره په کتنه کې د کابل او تاشکند ترمنځ د اړیکو په پراختیا باندې ټینګار کړی دی.

دغه ازبېکستانی پلاوی د چهارشنبې په ورځ کابل ته راورسېد چې تر دې مهاله یې د اسلامي امارت له بېلابېلو چارواکو سره کتلي دي.

د اسلامي امارت ویاند، ذبیح الله مجاهد په دې اړه وايي: د رییس الوزرا اداري مرستیال، عبدالسلام حنفي ملاقات درلود او د حج او اوقافو وزیر او نورو مشرانو هم حضور درلود، هغوی ته یې هرکلی و ویلو او څه نور مالومات چې لازم و هم یې ورته وړاندې کړل. هغوی هم په ازبېکستان کې په دیني، کلتوري او نورو برخو کې د پرمختګونو په اړه مالومات وړاندې کړل،   

د ارګ د خبرپاڼې له مخې، د ریاست الوزراء اداري مرستیال افغانستان ته د ازبیکستان د دیني عالمانو د پلاوي سفر د دواړو هیوادونو ترمنځ د دوستۍ، نږدې ګاونډیتوب او ګډو ګټو نښه بللې او زیاته کړې یې ده، چې دا سفر به د شته مشترکاتو پر بنسټ د دواړو هېوادونو ترمنځ د تازه همکاریو لپاره زمینه برابره کړي.

د سیاسي چارو شنونکی، سلیم پیگیر وايي: څومره چې موږ له افغانستان سره لیده کاته زیات ولرو. موږ کولای شو له دغو خبرو د افغانستان په ګټه استفاده وکړو. دا هم کیدای شي چې ازبېکستانیان نړۍ ته زموږ ښه تصویر وړاندې کړي.

د سیاسي چارو یو بل شنونکی، زلمی افغانیار وايي: ازبېکستان هغه هېواد دی چې د اسلامي امارت له راتګ سره یې افغانستان سره ښې اقتصادي او سیاسي اړیکې ساتلې دي. دغه دیني عالمان کولای شي د منځنۍ اسیا او  افغانستان ترمنځ د نښلون ښه ټکی شي. هیله ده چې د دواړو لورو ګټو ته په کتو دغه کتنې دوام وکړي.

تر دې وړاندې یو مالیزیایي پلاوی هم چې مشري یې د دغه هېواد د لومړي وزیر استازي کوله، د روان کال د غويي پر څلورمه کابل ته راغلی و او د اسلامي امارت له بېلابېلو چارواکو سره یې کتلي وو.

شریک یي کړئ