Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ستانکزی: اړتیا ده چې، پياوړې ډپيلوماسي ولرو

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي په کابل کې په یوه پروګرام کې له هېوادونو سره د سرپرست حکومت د اړیکو پر پراختیا ټينګار کوي او زیاتوي چې، اسلامي امارت یوې غښتلې او پياوړې ډپيلوماسۍ ته اړتیا لري.

ښاغلي ستانکزي د بهرنیو وزارت د دیپلوماسۍ له انسټېټیوټ څخه د درېیمې دورې په فراغتغونډه کې همدارنګه ویلي چې، له شل کاله جګړې وروسته، د هېواد بیارغونه ستر مسوولیت دی چې، اوس باید په ښه بڼه ترسره شي.

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزی وايي:«نړۍ اوس د یوه کلي حثیت لري، په کلي کې هېڅوک له دې پرته چې، له خپل کلیوال سره مراوده وکړي، په مړي او ژوندي کې ورسره شریک شي، تګ راتګ ورسره وکړي، له یو بل سره راکړه ورکړه وکړي له دې پرته ژوند نه‌شي کولای، دا واضح خبره ده. د دې لپاره د هر هېواد لپاره په ځانګړې توګه زموږ د اسلامي امارت لپاره دا ضرور او لازمي ده چې، باید ډېره قوي ډپيلوماسي ولرو.»

د بهرنیو چارو وزارت د دغه چارواکي په وينا، که څه هم افغانستان په تېرو درېيو کلونو کې په اقتصادي برخه کې ښه پرمختګ کړى؛ خو په دې برخه کې لا زیاتې پاملرنې ته اړتیا ده.

ښاغلي ستانکزي زیاته کړه:«په کومه اندازه باندې چې، اوس روان دی دا هم زه یې په خپل اند باندې کافي نه‌بولم. باید له دې نه یې سرعت زیات شي او د سرعت زیاتېدل یې دا دي چې، موږ له نړۍوالو سره اړیکې ټينګې کړو. له نړۍوالو سره څنګه خپلې اړیکې ټينګې کړو، له نړۍواله سره څنګه، خپله سوداګري او راکړه ورکړه سمباله کړو دا په دې پورې اړه لري.»

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال د خپلو خبرو په بله برخه کې په هېواد کې د عصري او دیني زده‌کړو پر اهمیت ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده اړتیا ده چې، دې برخې ته جدي پاملرنه وشي.

نوموړي د عصري او دیني علومو په هکله څرګنده کړه:«د تعلیم او علم وده ورکول دا ډېر اړین دي، په ځانګړې توګه په یوې اسلامي ټولنه کې، داسې ټولنه کې لکه افغانستان چې، په هغه کې څلوېښت کاله جګړه تېره شوې، تعلیم او تربیه، مدارس، پوهنتونونه او ښوونځي په‌کې زیانمن شوي، دې حالت کې اسلامي امارت ته دا لازمه ده چې، خپلې هڅې نورې هم ګړندۍ کړي چې، دغه هېواد له علمي پلوه پر خپلو پښو ودروي.»

شېرمحمد عباس ستانکزي د خپلو خبرو په یوه برخه کې وړ کساتو ته د دندو پر سپارلو او په هېواد کې د پوځي برخو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې، په هېواد کې د پوځي برخو پیاوړتیا ځانګړې پاملرنې ته اړتیا لري.

ښاغلی ستانکزی د خپلو خبرو په بله برخه کې په هېواد کې د عصري او دیني زده‌کړو پر اهمیت ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده اړتیا ده چې، دې برخې ته جدي پاملرنه وشي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه