Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د چمن پرلت غړو د لارو او دولتي ادارو د تړلو ګواښ وکړ

 د چمن پرلت غړي د پاکستان حکومت ته خبرداری ورکوي که‌چېرې غوښتنې یې ونه‌مني نو ځايي دولتي ادارې او لویې لارې به وتړي.

دوی وايي دلته سیمه‌ییزو مسوولانو د پرلت پایته رسولو په موخه ناکامې هڅې پیل کړي؛ خو په خبره یې موخه ته د رسېدو لپاره به یې مبارزه روانه وي.

د چمن پرلت د مشرتابه غړی عبدالخالق حقمل وايي:«د لارې په خلاصون کې چې، هر څوک بند اچوي پر موږ باندې د هغوی، د هغه انګرېز او د هغه تور پنجابي او زموږ د دښمن فرق نشته، بیا دوی زموږ د دې ښار او د دې ولس دښمنان دي.»

د چمن پرلت ویاند صادق خان اڅکزی هم وايي:«هر سړی دې واوري چې، نور موږ صبر نه‌شو کولای، تول هغه شیان موږ ته معلوم شول، څوک نه‌غواړي چې، دغه لار خلاصه نه‌شي.»

له تېرو څه باندي ۱۳ مياشتو راهیسې د پاکستان حکومت له لوري د چمن - سپين بولدک پر دروازه د پاسپورټ او ویزې الزامي کېدو غبرګون کې چمن ښارګوټي کې پرلت روان دی.

له چمن څخه ځینې سرچينې طلوع‌نيوز ته وایي چې، د چمن - سپين بولدک پر دروازه د پخوا په شان د ځايي کارګرو، فرضي کرښې دواړو غاړو اوسېدونکو تګ راتګ پیلولو په موخه د ملتپالو ګوندونو او د پاکستان حکومتي مسوولانو ترمنځ ناستي شوي چې، پايلي به یې ژر څرګندې شي.

شریک یي کړئ