Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د رسنیو ملاتړي بنسټونه: د ټولیزو رسنیو قانون دې توشیح شي

د رسنیو ملاتړي ځینې بنسټونه له اسلامي امارته غواړي، چې د ټولیزو رسنیو قانون توشیح کړي. 

د ځینو رسنیو مسوولینو او خبریالانو د یوه خبري اژانس پنځمې کلیزې په تړاو جوړې شوې غونډه کې له اسلامي امارت او نړۍوالې ټولنې غوښتي، چې هېواد کې له رسنیو ملاتړ وکړي. 

د رویداد خبري اژانس بنسټ ايښودونکی محمد سنګر امیرزاد و ویل: « یوازې خبرې کېږي، خو له رسنیو سره د اړتیا وړ مرستې نه لیدل کېږي. باید راشي او وګوري، چې کومې رسنۍ فعالې دي او د افغانستان په اوسنیو شرایطو کې فعالیت ته دوام ورکوي.»

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې رییس، عبدالقدیم ویاړ و ویل: « تېر کال موږ له ۲۰۰ خبریالانو سره چې اقتصادي ستونزې یې لرلې، مالي مرستې وکړې.»

د افغانستان د خبریالانو ټولنې رییس حجت الله مجددي و ویل: « رسنۍ کولی شي، د کورنیو تولیداتو ګټې خلکو ته ور وپېژني، څو د بهرنیو محصولاتو د کارونې پر ځای د کورنیو تولیداتو کارونې ته مخه کړي او د ځان بسیاینې په لور لاړ شو.»

دغو مراسمو کې ځینو سوداګرو هم د خبرتیاو په برخه کې د رسنیو پر رول ټینګار کړی دی. 

د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې حقوقي مشاور عبدالسلام کوهي و ویل: « رسنۍ د عامه ذهنونو د پوهولو په برخه کې مهم رول لري.»

تر دې وړاندې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست پکتیا کې له خبریالانو سره یوې غونډه کې ویلي و چې، د ټولیزو رسنیو مخکنی قانون له شریعت او اسلامي اصولو سره برابر دی؛ خو په خبره یې، له ځینو کوچنیو بدلونونو وروسته به توشیح شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه