طبیعي پیښو ته د رسیدنې او اطفایې عمومي ریاست وایي چې په تیر یوه کال کې یې په ټول هېواد کې ۱۳۰۰ پیښو ته رسیدنه کړې ده.
ددغه ریاست عمومي رییس زیاتوي چې پیښو ته د رسیدنې او اطفایې په برخه کې له ۲۵۰۰ ډیر پرسونل لري او ډاډ ورکوي چې په هېواد کې ټولو پیښو ته به پر خپل وخت رسیدنه وکړي.
ښاغلی نورالله انصار په دې اړه وايي: «په روان کال کې مو ۱۳۰۰ پېښو ته رسیدګي کړې ده. همدارنګه، شاوخوا ۴۰۰۰ د مخنیوي څارنې ترسره شوي، چې پکې تخنیکي او کنټرولي معاینې شاملې دي. اوسمهال، زموږ د کارکوونکو شمېر له ۱۶۰۰ تر ۲۵۰۰ ته لوړ شوی دی.»
له دې سره سم، د کابل یو شمېر اوسېدونکي پېښو ته د رسېدو او اطفایې له ریاسته دغه ډول غوښتنې لري.
د کابل اوسېدونکی، وحید وايي: «ځینې وختونه، پلورونکي بې احتیاطي کوي او د برېښنا د پرې کولو او په پلورنځیو کې ایمني وضعیت ته پام نه کوي. دا مسایل بیا د لویو ستونزو لامل کیږي.»
د کابل ښار یو بل اوسېدونکی، سیدعلي بیا وايي: «له خلکو مو غوښتنه دا ده چې کله هم د اورلګېدو حادثه وي باید ژر تر ژره اطفاییه خبر کړي څو په موقع سره اقدام وشي.»
هدایت هم و ویل: «له اطفایې ادارې مو غوښتنه دا ده چې خپل پرسونل زیات کړي او د اورلګېدو سره سم، پر وخت د حادثې ځای ته ورسیږي.»
پېښو ته د رسېدو او اطفایې ریاست همداراز وايي، په پلازمېنه او ولایتونو کې پېښو ته د رسېدو لپاره د تجهیزاتو او همداراز مسلکي کارکوونکو په شمېر کې ډېروالی راغلی دی.