یوې سرچینې طلوعنیوز ته ویلي، چې د افغانستان لپاره د ازبیکستان نوی سفیر اویبک عثمانوف کابل ته راغلی او ټاکل شوې چې، په راتلونکو ورځو کې خپل باورلیک رییس الوزرا ته وسپاري.
ښاغلی عثمانوف، د افغانستان لپاره د دغه هېواد د پخواني سفیر یادګار شادمانوف ځای ناستی کېږي چې، نږدې ۱۲ کاله یې په افغانستان کې کار کړی دی.
اسلامي امارت تراوسه په دې هکله رسماً څه نهدي ویلي.
د سیاسي چارو شنونکی معین ګل څمکنی له ازبیکستان سره د اړیکو د اهمیت په هکله وايي:«ازبیکستان له اقتصادي پلوه زموږ یو ډېر مهم ګاونډی هېواد دی. د منځنۍ اسیا د ټولو هېوادونو سره نېغ په نېغه وصل کړي. دا چې، اوس دوی سفیر ټاکلی دی دا د دې معنا لري چې، غواړي له افغانستان سره، خپلې اړیکې له سره ورغوي او جوړې یې کړي.»
تر دې مخکې ځينو ازبیکستاني رسنیو هم راپور ورکړی وو چې، د افغانستان لپاره د دغه هېواد سفیر کابل ته تللی دی.
د دنیا خبري اژانس په یوه راپور کې ویلي:«اویبک عثمانوف د افغانستان لپاره د ازبیکستان سفیر کابل ته تللی او د یادګار خواجه شادمانوف ځای ناستی دی.»
د سیاسي چارو شنونکی سید اکبر اغا وویل:«سفارت د ښو او پراخو اړیکو لپاره یو رابط دی، د دوو هېوادونو ترمنځ اړیکې پراخوي او زما په اند ډېره ښه خبره ده او دا د افغانستان په ګټه دی.»
۶۲ کلن عثمانوف تر دې مخکې د ازبیکستان د بهرنیو چارو وزیر مرستیال او دغهراز په مصر او پاکستان کې د یاد هېواد د سفیر په توګه هم دندې ترسره کړې دي.
په دې اړه مو اندونه