Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کورناستي: څه باندې ۳۰ میاشتې وشوې چې خپل تقاعد ته په تمه یو

یو شمېر کورناستي یو وار بیا د خپلو حقونو ترلاسه کولو لپاره په کابل کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ مخې ته راټول شوي.

دوی وايي، د اسلامي امارت له لوري يې د حقونو نه ورکړې، ستونزې څو چنده کړي او له یوناما غواړي، چې د کورناستو د حقونو ورکړې په اړه اقدام وکړي.

یو کورناستی، عبدالحکیم وايي: «موږ دلته راغلي یو چې له ملګرو ملتونو غوښتنه وکړو. له ملګرو ملتونو غواړو چې له موږ ملاتړ وکړي او که غواړي چې موږ پر خپلو پښو ودرېږو زموږ د تقاعد غم دې وکړي.»

یو بل کورناستی، عبدالمحمد هم وايي: «موږ خپل ټول شته و لګول، هېڅ هم راسره پاتې نه دي. کور کې یوازې یو توشک پاتې دی.»

ځیني نور متقاعدین بیا زیاتوي، د خپلو حقونو د ترلاسه کولو لپاره څو ځلې د ماليې وزارت او نورو بنسټونو ته ورغلي، خو تراوسه يې په دې تړاو روښانه ځواب نه دی ترلاسه کړی.

د غلام ایشان اندیش په نوم دغه کورناستی داسې وايي: «موږ دلته ځکه راټول شوي یو چې شاوخوا درې کاله کېږي چې د کورناستو حقوق کنګل شوي او تر اوسه موږ ته نه دي راکړ شوي.»

که څه هم اسلامي امارت تازه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو ذبیح الله مجاهد تر دې وړاندې ویلي و، چې د ۱۴۰۳ لمریز کال په بودیجه کې هڅه شوې، څو د ټولو هغو قشرونو اړتیاوې په پام کې ونیول شي چې په بودیجه کې حق لري.

شریک یي کړئ