د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد د سیمې له هېوادونو غوښتي، د انسان له قاچاقه چې، یوه جدي ننګونه ده، مخنیوی وکړي.
ښاغلی مجاهد زیاتوي، افغانان د انساني قاچاقبرانو په واسطه د سیمې له هېوادونو له افغانستانه بهر لېږدول کېږي.
د هغه په وینا، اسلامي امارت له انساني قاچاق سره د مبارزې په برخه کې جدي کړنه کړې او له دغې مسئلې سره مبارزه خپله جدي دنده ګڼي.
د اسلامي امارت ویاند طلوعنیوز ته وايي:«موږ له ګاوڼدیو هېوادونو غواړو چې، د انساني قاچاق مخنیوی وکړي. له بدهمرغه افغانان د قاچاقبرانو له لوري له خطرناکو لارو له پولو بهر استول کېږي او همدارنګه د بدن غړي هم قاچاق کېږي چې، د خواشینۍ ځای دی.»
د چارو شنونکی وايي، انساني قاچاق هغه وخت رامنځته کېږي چې، یو کس د پیسو او یا نورو ګټو لپاره د یو بل کس له لوري دوکه شي.
له هېواده بهر ته د وګړو نا قانونه لېږد، د انسان بدن د غړو قاچاق، اجباري کار، د انساني قاچاق ډولونه دي چې، د کارپوهانو په اند د دغې ښکارندې د مخنیوي لپاره د هېوادونو ترمنځ یوې ګډې همکاري ته اړتیا ده.
د سیاسي چارو شنونکی سلیم پیګیر په دې هکله وايي:«اسلامي امارت چې، دننه په کور هر څومره هڅّ وکړي چې، قاچاق کوونکي ونیسي او د قانون منګولو ته یې وسپاري، همدا ډول د سیمې او نړۍ هېوادونو دنده ده هڅه وکړي او هغو هېوادونو ته زموږ د ځوانانو د ورتګ مخه ونیسوي. چې، ورته قاچاق کېږي.»
د ملګرو ملتونو د کډوالو نړۍوال سازمان په خپلو وروستیو راپورونو کې ویلي چې، په تېرو درې کلونو کې له ۸ مېلیونو زیاتو افغانانو خپل هېواد پرېښی او د ویزو د ستونزو له کبله اړ شوي چې، د پیسو له ورکړې سره په نا قانونو لارو له هېواده ووځي.