د پوهنې وزارت وایي، سږکال د ټول هېواد په کچه د لیک او لوست د زده کړې څه باندې ۴زره ټولګي رامنځته شوي دي.
د دغه وزارت ویاند منصور احمد حمزه زیاته کړې، تېرکال یې د دغه ډول ټولګیو شمېر ۹زره ته رسېده.
هغه وویل: «سږکال ۴زره ۵۸۳ بابه نور کورسونه هم ایجاد شول چې په ټولیز ډول پکې ۸۵ زره ۷۸۵ زده کوونکي پکې په زده کړو بوخت دي. همداراز په زرګونو زد کوونکي د سواد زده کړې ټولګیو کې په زده کړو بوخت دي.»
یو شمېر نور زده کوونکي بیا وايي، ټولګي ته په راتلو توانېدلي چې لیک لوست وکړي؛ خو له اسلامي امارت غواړي چې په دې برخه کې ورته اسانتیاوې برابرې کړي.
زده کوونکي فرهاد و ویل: «موږ له خپلو ښوونکو ډېره مننه کوو چې موږ ته یې د لیک او لوست زمینه برابره کړې ده او موږ یې داسې یو ځای ته ورسولو چې اوس لیک او لوست کولی شو. له اسلامي امارته زموږ غوښتنه دا ده چې موږ لپاره لا ډېرې اسانتیاوې برابرې کړي.»
بل زده کوونکي ګل ملا داسې وویل: « مخکې به ما خپل نوم هم نشو لیکلی، اوس له خپل ښوونکي څخه ډېره مننه کوم. له اسلامي امارته مې غوښتنه دا ده چې دا ډول همکارۍ زیاتې او دا ډول کورسونه لا ډېر کړي.»
د پوهنې وزارت د مسوولینو د معلوماتو پر اساس، تېر کال یې د سواد زدکړې ۹ زره ټولګي جوړ کړي وو، چې پکې تر ۴۹ زرو ډېر زدکوونکي په زدکړو بوخت وو.