هرات کې د ترکیې له لوري تازه رغول شوی عامه کتابتون ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د ترکیې د فرهنګ او ګرځندوی وزارت دغه راز د ترکي ژبې دوه زره ټوکه بېلابېل کتابونه هم دې کتابتون ته ډالي کړي دي.
د هرات د اطلاعاتو او کلتور رییس په دغو مراسمو کې و ویل: «ټیکا د ترکیې اسلامي جمهوریت یوه مهمه موسسه ده چې نه یوازې یې همدا کتابتون رغولی دی بلکې زرګونه جلده کتابونه یې هم ډالۍ کړي دي.»
په پام کې ده چې د ترکیې له لوري زرګونه ټوکه نور کتابونه هم د مزارشریف کتابتونه ته ورکړ شي.
د ترکیې یو فرهنګي بنسټ مسوول محمد نوري پارماقسیز: «« هغه کتابونه مو چې نن دغه کتابتون ته ډالۍ کړل دیني، فلسفي، ادبي، روانپوهنې، ماشومانو او برخو اړوند کتابونه دي. دوه زره ټوکه کتابونه مو ډالۍ کړل»»
د هرات عامه کتابتون مدیر مصطفی حقاني و ویل: « ملګري ترکیې هېواد موږ ته دوه زره ټوکه کتابونه ډالۍ کړل چې د ژبې په برخه کې به د کتابتونه له بډاینې سره مرسته وکړي. موږ په دې برخه کې مراجعین هم لرو.»
پر نویو کتابونو د دغه کتابتون سنبالېدل د ځوانانو ترمنځ د کتاب لوستنې په موخه مهم ګام ګڼل کېږي.
د پوهنتون استاد محمد داوود منیر په دې اړه وویل: « د اطلاعاتو او کلتور وزارت او ټولې امارتي ادارې چې د خلکو د پوهې د کچې لوړوالي او د کتاب لوستنې دودولو لپاره هڅې کوي، کتابونه باید اپډېټ کړي او د ورځې کتابونه راوړي.»
د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د شمېرو پربنسټ د دغه ولایت په عامه کتابتون کې له ۳۵ زره ټوکه ډېر بېلابېل کتابونه شته دي.
په ورځني ډول لسګونه نارینه او ښځینه د کتاب لوستنې او څېړنیزو چارو په موخه دغه کتابتون ته راځي.
په دې اړه مو اندونه