په ملګرو ملتونو سازمان کې د قطر دایمي استازې علیا احمد بن سیف آل ثاني، په سیاسي او د سولې په چارو کې د ملګروملتونو د سرمنشي له مرستیالې رزماري ډيکارلو سره په کتنه کې د افغانستان په تړاو د دوحې د څلورمې غونډې د جوړېدو پر څرنګوالي خبرې اترې کړې دي.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې پر بنسټ، دواړو لورو د دوحې په څلورمه غونډه کې، د دوحې له دريېمې غونډې د ترلاسه شویو مثبتو پرمختګونو او د هغې د پایلو د کارونې پر اړتیا ټینګار کړی دی.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې په یوې برخه کې راغلي:«په دې غونډه کې د افغانستان په تړاو د دوحې درېیمې غونډې د ځانګړو استازو له بريا څخه د ترلاسه شويو مثبتو پرمختګونو او په څلورمه غونډه کې چې، په دوحه کې جوړېږي د هغې د پایلو د کارونې پر اړتيا ټينګار وشو.»
د سیاسي چارو شنونکی محمدعمر نهضت طلوعنیوز ته وايي:«هغه درې غونډې چې، په دوحه کې ترسره شوې، د پام وړ لاستهراوړنې یې نهدي لرلې چې، د دفاکتو له چوکاټ څه ډیژور ته د تعامل بستر په رامنځته کولو کې پاتې راغلی. هیله لرم چې، دغه غونډه وکړای شي زمیه داسې مساعد کړي چې، اسلامي امارت له دغه پړاو څه تېر شي.»
د افغانستان له خصوصي برخې ملاتړ، له نشهيي توکو سره مبارزه او بزګرو ته د بدیل معیشت تامین له هغو مهمو مسایلو وو چې، د دوحې په درېیمه غونډه کې ارزول شوي دي.
په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر رییس طلوعنیوز ته ويلي چې، د غونډې د اجنډا د شریک کېدو او د اسلامي امارت د شرطونو د منل کېدو په صورت کې، د اسلامي امارت پلاوی به د دوحې په څلورمه غونډه کې ګډون وکړي.
په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر رییس په دې هکله وايي:«د دوحې غونډې اجنډا دې مخکې له مخکې له اسلامي امارت سره شریکه شي او زموږ اجنډا هم په هغې کې په پام کې ونیول شي. هیله ده چې، دغه غونډه اغېزناکه وي او د مسایلو په حل کې مرسته وکړي.»
قطر د افغانستان په وروستیو سیاسي بدلونونو کې له اغېزناکو هېوادونو څخه دی او د ملګروملتونو په کوربتوب یې د افغانستان لپاره د هېوادونو د ځانګړو استازو په حضور کې لږ تر لږه درې نړۍوالې غونډې جوړې کړې دي.
د دوحې د څلورمې غونډې د جوړېدو کره نېټه روښانه نهده او اسلامي امارت هم په دغې غونډه کې د ګډون او نه ګډون په هکله څه نهدي ویلي. د افغانستان په هکله د دوحې څلورمه غونډه په ډېر احتمال سره د روان زیږدیز کال تر پایه به جوړه شي.
په دې اړه مو اندونه