Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کډوالو ته د خلیل‌الرحمن حقاني پيغام؛د کوربه هېوادونو قوانینو ته درناوی وکړئ

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست خلیل‌الرحمن حقاني په لوګر کې په یوې غونډه کې، په بېلابېلو هېوادونو کې له افغان کډوال غوښتي چې، د کوربه هېوادونو قوانینو ته درناوی وکړي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست همدارنګه ویلي افغان کډوال دې له هر هغه اقدام څخه ډډه وکړي چې، ورته ستونزې رامنځته کوي.
 
ښاغلی حقاني دغه‌راز وایي، په هېواد کې اسلامي نظام حاکم دی، امنیت خوندي دی او ټول کډوال باید په خپله خوښه هېواد ته را ستانه شي.

خلیل‌الرحمن حقاني په دې هکله وویل:«باید د چا په کورنیو چارو کې هېڅ ډول لاسوهنه ونه‌کړي او نه جنايي جرمونه وکړي او دوی دې هلته ښه وخت تېر کړي. بله غوښتنه مې دا ده چې، دوی څومره ژر کولای شي خپل هېواد ته راستانه شي. هغه مزدوري هغه پانګونه، هغه ژوند په خپل وطن کې وکړي.»

په ګاونډیو هېوادونو کې ځينې مېشت افغان کډوال وایي چې، کډوال باید په زوره و نه‌اېستل شي؛ ځکه ډېری کډوالو په هغو هېوادونو کې چې، ژوند کوي پانګونه کړې ده.

په پاکستان کې افغان کډوال ملک شینواری په دې هکله طلوع‌نیوز ته وايي:«دلته ۳۰ لکه افغان کډوال ژوند کوي، دلته یې کورونه دي دلته یې کارو بارونه دي، دلته یې سوداګرۍ دي. داسې په منډه د دوی ویستل چې، دي هغه به له ځان سره، ډېر زیات زیانونه ولري. ډېرې زیاتې ستونزې به ولري. افغان کډوالو دلته د پاکستان په څلورو واړو صوبو کې ډېر په غټ شمېر کې کارو بار لري.»

د کډوالو د حقونو فعال محمد خان طالبي محمدزی هم څرګندوي:«له هېوادونو سره دې سیاسي سلامشورې او خبرې اترې ولري او په دویم پړاړ کې، هر کډوال چې، غواړي هېواد ته ستون شي، باید د هغوی ته په داوطلبانه توګه لومړني اقدامات په واک کې ورکړي او وکړای شي او وکړای شي په هېواد کې بیاځلې مېشت شي او د افغانستان په کاري سیسټم کې حذب شي.»

په وروستیو میاشتو کې افغان کډوالو په ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه ایران او پاکستان کې د پولیسو له بد چلنده شکایت لرلی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه