Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د اوبو او انرژۍ وزارت له چینایي شرکت سره د همکارۍ هوکړه لاسلیک کړه

د اوبو او انرژۍ وزارت په افغانستان کې له بېلابېلو سرچینو د انرژۍ په پروژو کې د پانګونې په موخه له یوه چینايي شرکت سره د همکاریو هوکړه لاسلیک کړه.

د دغه وزارت سرپرست عبدالطیف منصور له یاد شرکته غوښتي چې، د مزو د لېږد او د سب سټیشنونو جوړولو او د پياوړتیا په برخو کې هم پانګونې وکړي.

که څه هم افغانستان د انرژۍ د تولید زیاتې سرچینې لري؛ خو تر اوسه نه دی توانیدلی په دې برخه کې ځان بسیاینې ته ورسیږي.

د اوبو او انرژۍ وزارت ویاند مطیع الله عابد وایي: « د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست د چین له ډون فینګ شرکت سره د همکارۍ تړون لاسلیک کړ، د لاسلیک په مراسمو کې د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست ویلي، افغانستان کې له هر اړخه د پانګونې زمینې برابرې شوې دي او له دغه شرکته یې وغوښتل چې، د انرژۍ د لېږد مزو پروژو او توزیعي سب سټیشنونو د پیاوړتیا په برخه کې پانګونې وکړي.»

ورته مهال د اوبو او انرژۍ وزارت مسوولینو د ترکیې ۷۷ شرکت له مشر سره د کجکي بند دویم فاز د کار د چټکتیا په اړه خبرې کړې دي.
 
د دغه وزارت د مسوولینو په خبره، د ۷۷ ترکي شرکت مشر دغه لیدنه کې ویلي، غواړي د دغه وزارت د رهبرۍ له هوکړې سره سم په هرات کې د ۲۰۰ میګاواټه بادي برښنا پر پروژې هم پانګونه پیل کړي.

د افغانستان برښنا شرکت پخوانی رییس، امان الله غالب و ویل: « سږ کال باید پانګونې وهڅيږي که کورنۍ وي او که بهرنۍ. ترکیه د چین، ایران او پاکستان په څېر یې شرکتونه اجازه لري چې راشي او پانګونې وکړي.» 

د اقتصادي چارو ځینې کارپوهان وايي، له کورنیو سرچینو د انرژۍ په تولید کې پانګونه کولی شي افغانستان د انرژۍ په تولید کې پر ځان بسیا کړي.

د اقتصادي چارو شنونکي، شمس الرحمن احمدزي و ویل:« د اوبو او انرژۍ وزارت دې ژر تر ژره ګامونه پورته کړي چې موږ له وارداتي برښنا خلاص شو او هغه برښنا چې موږ یې له کورنیو سرچینو لاسته راوړو کولای شو په صنعتي پارکونو کې مصرف کړو.»

تر دې وړاندې د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست ویلي و چې، چین ته د خپل وروستي سفر په لړ کې یې بهرنیو شرکتونو ته بلنه ورکړې، څو په افغانستان کې د انرژۍ په برخه کې پانګونې وکړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه