د ټولګټو چارو وزارت وایي، د کابل - کندهار لویې لارې د څلورو برخو د کرېړ اچولو چارې پایته ورسېدې.
د دغه وزارت ویاند، محمد اشرف حق شناس وایي، د دغې لویې لارې د څلورو برخو د کریړ اچولو چارې چې، ۱۰۲ کیلومټره کیږي، تېر کال د دغه وزارت له لوري پیل شوې وې، بشپړې شوې او په نورو برخو کې د کرېړ اچولو چارې روانې دي.
اشرف حق شناس و ویل: « د کابل - کندهار لویې لارې د بیارغونې چارې چې تېر کال پیل شوې وې، اوس په څلورو برخو کې د څه باندې ۱۰۲ کیلومټره سړک د کریړ اچولو چارې بشپړې شوې دي او د پاتې برخو کار په چټکۍ سره روان دی.»
د اقتصادي چارو شنونکي عبدالظهور مدبر و ویل: « هر څومره چې ټرانسپورټي سیسټم معیاري اوسې، لګښتونه کمیږي او کولای شي په کم وخت کې هدف ته ورسیږي. په ټوله کې د یو هېواد پر اقتصاد، پراختیا او ارامۍ کې مثبتې اغېزې لري.»
د سوداګرۍ او پانګونې خونه په اقتصادي پرمختګ کې د هېواد د لویو لارو اهمیت ته په پام په معیاري بڼه د دغو لویو لار پر بیارغونې ټینګار کوي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړي، خان جان الکوزي و ویل: « د ځمکنیو انتقالاتو لپاره سړک اړین دی او هر څومره چې سړک سم او سټنډرډ وي، په وخت یې ساتنه وشي، ژر خراب نشي په هماغه اندازه په انتقالاتو مثبتې اغیزې لرلی شي او سوداګري هم ارزانه تمامیږي.»
تر دې وړاندې د ټولګټو وزارت ویلي و چې د کابل - کندهار لویې لارې د بیارغونې چارې په ۱۳ برخو وېشل شوي او په چټکۍ سره روانې دي چې په خبره یې، د روان لمریز کال تر پایه به بشپړې شي.