د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي اسلاماباد تل هڅه کړې چې، له افغانستان سره ستونزې او ننګونې د خبرو اترو له لارې حل کړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې، دغه هېواد له افغانستان سره د دوه اړخیزو همکاریو په تړاو خبرې کړي او له دې وروسته به هم دغه تعاملات دوام ولري.
د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویانده ممتاز زهرا بلوچ ویلي:«پاکستان تل د هغو مسایلو د حل لپاره چې، د هېوادونو تر منځ په ځانګړې توګه د افغانستان له وروڼو خلکو سره شته، خبرې او مشورې غوره کړې دي. موږ له افغانستان سره د دوه اړخیزو همکاریو د نورو اړخونو په تړاو هم خبرې کړې دي او له افغانستان سره به دا خبرې دوام ولري.»
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې په یوه برخه کې د دغه وزارت د ویاندې له خولې راغلي، پاکستان یو ځل بیا له افغانستانه غواړي چې، د ټيټيپي پر وړاندې د پاموړ ګامونه پورته کړي.
ممتاز زهرا بلوچ څرګنده کړې:«موږ پر دې باور یو، د افغانستان چارواکي اصلي مسوولیت لري چې، په افغانستان کې د مېشتو ترهګریزو ډلو په ځانګړې توګه د پاکستان د طالبانو د تحریک (ټيټيپي) پر وړاندې اقدام وکړي.»
که څه هم اسلامي امارت په دې تړاو تازه څه نهدي ویلي؛ خو تر دې وړاندې یې په وار وار په هېواد کې د ټيټيپي حضور رد کړی او په دې تړاو شوې ادعاوې یې بېځایه بللې دي.
بل لور ته د سیاسي چارو شنونکی محمد اسلم دانشیار په دې هکله طلوعنیوز ته داسې وايي:«په بنو کې پر خلکو څه وضعیت روان دی! دا د دې لامل شوی چې، خلک د پاکستان د حکومت پر ضد وسلهواله مبارزه وکړي. د دغې چارې ریښه په خپله پاکستان کې ده او د دې په پایله کې د ټيټيپي غلطه پالیسي رامنځته شوې چې، د پاکستان په تاریخ کې د خپلو قبایلو پر ضد رامنځته شوې ده.»
د نظامي چارو شنونکی زلمی افغانیار هم څرګندوي:«د افغانستان سرپرست حکومت د اقتصاد پر چورلیز، د سیمې او نړۍ هېوادونو په چارو کې پر نهلاسوهنې او د امنیت پر ټینګښت ټینګار کوي. ایا پاکستانیان هم کولای شي چې، د افغانستان لپاره دا ډول امنیت برابر کړي؟ تضادونه د خبرو اترو له لارې حل لار پيدا کوي. کهچېرې پاکستانیان تقابل لري، د هغوی وروستۍ موخه، په حکومتوالۍ کې د سیاسي سرچینو د ژور سټراټژیک پلي کول دي.»
له دې مخکې هم، د پاکستان لومړي وزیر د شانګهای د همکاریو سازمان په ۲۳مه غونډه کې ویلي و چې، پاکستان د سولې او ثبات لرونکی افغانستان غواړي.
په دې اړه مو اندونه