د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وايي چې، امریکا او متحدان یې د افغانستان د «حساس ثبات» په بهیر کې لاسوهنه کوي.
ښاغلي لاوروف د یورو اسیا د امنیت په اړه د مینسک په دویم نړۍوال کنفرانس کې ویلي چې، امریکا او متحدان یې د منځنۍ اسیا په هېوادونو کې د بیا ځلي پوځي حضور لپاره د پلمو په لټه کې دي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر ویلي:«له ۲۰ کلن نیواک وروسته چې، امریکا له افغانستانه وتښتېده، اوس یې متحدان غواړي د دغه هېواد د «حساس ثبات» په بهیر کې لاسوهنه وکړي او د مرکزي اسیا په هېوادونو کې د خپل بیاځلي پوځي حضور لپاره پلمې ولټوي.»
په دې غونډه کې د ټولیز امنیت د تړون سازمان سرمنشي د طبیعي سرچینو پر سر د سیمهییزو سیالیو خبره کوي او له افغانستانه د ترهګرۍ د ګواښونو په تړاو خپله اندېښنه څرګندوي.
د ټولیز امنیت د تړون سازمان سرمنشي ایمانګلي تاسماګامبتوف وايي:«موږ اضافي ننګونو لکه د طبیعي زیرمو لپاره سیالۍ ته نغوته کوو. په دې سیمه کې په لومړي سر کې د اوبو مسئله د حکومتونو ترمنځ د شخړو لامل کېدای شي.»
اسلامي امارت تر اوسه په دې تړاو څه نهدي ویلي؛ خو تل یې په افغانستان کې د ترهګرۍ او نشهيي توکو د مسئلې په تړاو اندېښنې بې بنسټه بللي او ټینګار یې کړی چې، د دغو دواړو ښکارندو پر وړاندې جدي مبارزه کوي.
د سیاسي چارو شنونکی ادریس محمدي ځاځی په دې هکله څرګندوي:«ترهګري یوه نړۍواله ستونزه او ښکارنده ده. دا د نړۍوالو وجیبه ده چې، له اسلامي امارت سره، د هغې په مبارزه کې اوږه په اوږه ودرېږي او د تعامل زمینه برابره کړي چې، د ترهګرۍ پر وړاندې له ډېرو وسایلو سره مبارزه وکړي.»
له دې مخکې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر هم د افغانستان له اوسني حکومت سره د رغنده خبرو اترو دوام د دغه هېواد د امنیت، اقتصادي پراختیا او ملي یووالي لپاره ګټور بللی و.
په دې اړه مو اندونه