نیمروز کې ځینې فرهنګي فعالان د دغه ولایت د ځینو تاریخي ابدو ویجاړېدو ته اندېښمن دي.
دوی وایي، که د تاریخي ابدو شاوخوا د کیندنو او کورونو جوړولو مخنیوی ونشي دا ابدې به له منځه ولاړې شي.
د نیمروز په خاشرود ولسوالۍ کې د خاش تاریخي کلا زر کاله تاریخي مخینه لري چې، د لرغوني سیستان له تمدن پاتې شوې خو دا مهال د ویجاړېدو له ګواښ سره مخ ده.
فرهنګي فعال، محمود محمودي وایي: « تاریخي ابدې د هېواد د تاریخ ښکارندویي کوي او دولت یې باید د ویجاړېدو مخه ونیسي. مسوولین باید په جدي توګه د دغو ابدو شاوخوا د کېندنو او کورونو جوړولو مخه ونیسي.»
نیمروز کې بل فرهنګي فعال، جان محمد الکوزي و ویل: « د تاریخي ابدو د خوندیتوب او ساتنې په برخه کې نه پاملرنه د دغو تاریخي بنسټونو لمنځه تللو ته لاره هواروي او دا تاریخي بناوې د افغانستان د تاریخ ښکارندویي کوي.»
ورته مهال د نیمروز د اطلاعاتو او فرهنګ رییس وايي، د دغه ولایت له تاریخي ابدو ساتنه کوي او چاته اجازه نه ورکوي چې دا ابدې زیانمنې کړي.
د نیمروز د اطلاعاتو او فرهنګ رییس، حبیب الله الهام و ویل: « د تاریخي ابدو ساتنه کوو او هیڅ چاته اجازه نه ورکوو چې دغو ابدو ته زیان ورسوي. او د تاریخي ابدو تر څېرمه د کورونو جوړولو مخه هم نیسو.»
په نیمروز کې حکومت تر ۴۰ زیاتې تاریخې ابدې ثبت کړې دي.
دغه ولایت کې ډېری تاریخي ابدې د لرغوني سیستان تمدن اړوند دي.
په دې اړه مو اندونه