Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د سپینو زرو پلورونکي: بهر ته دې د سپینو زرو د صادراتو زمینه برابره شي

کابل کې د سپینو زرو پلورونکي د خپل کاروبار پیکه کېدو ته اندېښمن دي او له اسلامي امارته غواړي چې، نورو هېوادونو ته د سپینو زرو د صادرولو زمینه برابره کړي.

عصت الله چې له شاوخوا ۲۰ کلونو راهیسې د پلازمېنې په یوه څنډه کې سپین زر پلوري وایي، دې ورځو کې یې کاروبار پیکه شوی دی. 

هغه چې د خپلې یوولس کسیزې کورنۍ یوازینی ګټیالی دی وایي، دغه هنر یې له خپل پلاره زده کړی.

عصمت رشید طلوع‌نیوز ته و ویل: « که صادرات او وادرات ترسره شي موږ کولای شو خام مواد چمتو کړو. موږ ته باید د ویزې زمینه برابره شي څو د پاکستان او ایران په ګډون د نړۍ د نورو هېوادونو ویزې په ازاده توګه د خپل جواز په وسیله ترلاسه کړو.»

د سپینو زرو پلورونکي، محمد اکرم و ویل: « پر وارداتو باید مالیې کمې شي چې وکولای شو خپل محصولات په ښه توګه بازار ته وړاندې کړو. دغه راز د قیمتي ډبرو، یاقوتو، لاجوردو او زمردو په څېر زموږ د محصولاتو صادرولو ته اجازه ورکړل شي څو زموږ کارونه ښه شي.»

بل پلورونکي یقین علي و ویل: « له دولته غواړو چې له موږ سره همکاري وکړي څو خپل تولیدات بهر ته صادر کړو او په بهرنیو نندارتونو کې یې نندارې ته وړاندې کړو.»

د سوداګرۍ او پانګونې خونه هم د سپینو زرو د صنعت پر ملاتړ ټینګار کوي.

د  سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوی غړی،  خانجان الکوزی وایي: « د سپینو زرو کانونه باید و پېژندل شي او په اسخراج کې یې د پانګونې لپاره اقدام وکړي. تر هغې چې دغه چاره ترسره کیږي اړتیا ده چې د اړتیا وړ سپین زر دې له نورو هېوادونو په ځانګړې توګه له روسیې او ایران وارد شي. دغه راز هغه زرګران چې دغه مسلک کې فعالیت کوي باید و هڅول شي او ملاتړ یې وشي.»

سپین زر له ګرانیبه فلزاتو دي چې خلک یې له زرګونو کلونو راهیسې کاروي. 

د دغه فلز کارونه نه یوازې د ځايي دودونو او کلتور یوه برخه ده، بلکې د نړۍ له نورو سیمو سره د هېواد د کلتوري او سوداګریزو اړیکو ښکارندويي کوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه