د پوهنې وزارت د دفتر د رییس شهابالدین ثاقب په مشرۍ د دغه وزارت یو پلاوی مالیزیا ته سفر کړی دی.
د دغه وزارت ویاند منصور احمد حمزه وايي چې، دغه پلاوی به د یوه اوونیز سفر په لړ کې د مالیزیا د پوهنې وزارت له چارواکو، د دغه هېواد له علماوو او استادانو سره وګوري او د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا به خبرې وکړي.
د پوهنې وزارت ویاند په دې هکله وايي:«دغه پلاوی به د خپل سفر په ترڅ کې، د مالیزیا هېواد د پوهنې له چارواکو، علماوو، د مدارسو او ښوونځیو له مدرسینو او استادانو په کتنه کې، د افغانستان د ښوونیز وضعیت د لاسته راوړنو، فرصتونو او ننګونو په تړاو هر اړخیز معلومات وړاندې کړي او هم به د یاد هېواد د بېلابېلو ښوونیزو بنسټونو له مهمو مشرانو سره خبرې اترې وکړي. د یادونې وړ ده چې، په دغو کتنو کې به د دواړو هېوادونو د پوهنې مسوولان خپلې علمي تجربې هم له یو بل سره شریکې او په یاده برخه کې د دوه اړخیزو همکاریو په تړاو بحثونه وکړي.»
بل پلو، د پوهنتون یو شمېر استادان د دغه پلاوي سفر د پوهنې په برخه کې د نورو اسانتیاوو د رامنځته کېدو لپاره ګټور بولي.
د پوهنتون استاد حکمتالله میرزاده وايي:«اسلامي امارت کولای شي هغه الګو چې، له مالیزیا یې واخلي د هېواد د ښوونیز سیاست په بدلون کې به اغېزناک وي.»
د پوهنتون استاد ذکيالله محمدي هم وویل:«دا سفر په هغه صورت کې کولای شي ډېر اغېزناک وي، په خپله د اسلامي امارت مشران او د پلاوي غړي چې، په دغه سفر کې یې ګډون کړی واقعاً د اړوندو کارونو د پرمختګ لپاره هڅې وکړي.»
تر دې وړاندې د لوړو زدهکړو او پوهنې سرپرست وزیرانو هم د لوړو زدهکړو او پوهنې د وزیرانو په دویم نړۍوال کنفرانس کې د ګډون په موخه روسیې ته سفر کړی و.