د چمن ډېری اوسېدونکي د چمن-سپین بولدک دروازې د تړلو پاتې کېدو له امله، له جدي اقتصادي او روغتیايي ننګونو سره مخ دي او نهشي کولای چې، د خپلو اولادونو د ښوونې لګښت پرې کړي.
په چمن کې معترضان ادعا کوي، د پاکستان حکومت هڅه کوي چې، د دغې سیمې اوسېدونکو له اقتصادي پلوه زیانمن کړي.
د چمن - سپین بولدک پر دروازې د پاسپورټ او ویزې الزامي کېدو پرېکړې څخه ۳۹۰ ورځې تېرېږي؛ خو دا لار لاهم د فرضي کرښې د دواړو غاړو اوسېدونکو پر مخ تړلې ده.
د چمن پرلت غړی مهابت کاکا وايي:«زموږ ماشومان له زدهکړو پاتې دي، روغتیايي اسانتیاوو ته لاسرسی کم شوی دی او خلک خپل ورځني لګښتونه نشي پوره کولای. د دې ټولو تر شاه د پاکستان د حکومت لاس دی او غواړي خلک بېوزله کړي.»
د چمن پرلت غړي دغهراز ادعا کوي چې، د پاکستان حکومت په اقتصادي لحاظ د چمن اوسېدونکو ځپلو هڅې کوي؛ خو دوی به یې پر وړاندې مبارزې ته دوام ورکړي.
د چمن پرلت ویاند صادق خان اڅکزی څرګندوي:«د چمن پرلت د هرې ورځې دغه ډول په تورو بیرغونو، مقصد یې څه دی؟ مقصد یې د قوم لار ده، مقصد یې روزګار دی مقصد یې دا دی چې، د جهان معلومات یې تاسې وکړئ.»
د چمن پرلت غړی ګل جان هم وايي:«نن خپل کور مړوئ، نه دې د خپلې ورېندارې فکر درسره شته، نه د خور فکر در سره شته، نه د دغه وطن د کونډې او یتم فکر درسره شته؛ خو سبا به داسې ورځ راشي، د دغه وطن سپینږیري او ځوانان چې په دغه پرلت کې ناستي دا به سبا پر دغو سړکونو تا ته ودرېږي او تر غاړې به دې ونیسي، زما وطن به نهخرڅوئ.»
دا په داسې حال کې ده چې، څو میاشتې وړاندې د بلوچستان ایالتي حکومت د چمن - سپین بولدک پر دروازه پر تذکره او شناخت کارډ تګ راتګ اعلان وکړ؛ خو بېرته له دې پرېکړې پر شا شو چې، د چمن اوسېدونکو یې په غبرګون کې پرلت ته دوام ورکړ.