په داسې حال کې چې، د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ترسراوي ته یوه ورځ پاتې ده، اسلامي امارت ویلي، هر څوک چې، د دغه هېواد د ولسمشر په توګه وټاکل شي، باید د افغانستان پر وړاندې ریښتینی او واقعبینانه سیاست خپل کړي.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت په دې هکله زیاتوي:«د افغانستان اسلامي امارت د امریکا په ګډون له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي. زموږ لپاره مهمه دا ده چې، څوک د چارې واګي په لاس کې اخلي، هغه د افغانستان په تړاو واقعبینانه سیاست اختیار کړي.»
دا په داسې حال کې ده چې، ډونلډ ټرمپ او کاملا هرېس چې، د امریکا د سږنیو ولسمشریزو ټاکنو دوه مهم نوماندان دي، په خپلو ټاکنیزو کمپاینونو کې په وار وار له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو او د دوحې د هوکړهلیک په څېر مسایل مطرح کړي دي.
له یوې خوا ټرمپ د ډیموکراټ ګوند اوسنی ولسمشر جوبایډن د ۲۰۲۱ زېږدیز کال په اګست میاشت کې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو پر مهال د ګډوډۍ مسوول ګڼي او له بلې خوا هرېس ټرمپ د دوحې د هوکړې د لاسلیکولو مسوول ګڼي چې، په ۲۰۲۰ زېږدیز کال له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د وتلو او د اسلامي امارت د بیا واکمنېدو لامل شوه.
خو دغه ټاکنو او د ډونلډ ټرمپ او کاملا هرېس له منځه د امریکا د راتلونکي ولسمشر ټاکل د افغانستان لپاره څه پایلې لري؟
د سیاسي چارو شنونکی سید مقدم امین د دې په ځواب کې وايي:«فکر کوم چې، جمهوري غوښتونکي په افغانستان کې پېښو ته یو اندازه متوجه دي چې، له افغانستانه د امریکا پر وتلو نیوکه کوي او د افغانستان د وضعیت په تړاو هم خوشبینه نهدي.»
د سیاسي چارو شنونکی معین ګل څمکنی طلوعنیوز ته وايي:«کهچېرې هرېس ولسمشره شي، د بایډن په څېر د خپل ګوند پالیسي مخته بیايي او په بهیر کې به ډېر بدلون رامنځته نهشي؛ خو کهچېرې ټرمپ بریالی شي، غواړي چې، په افغانستان، پاکستان، ایران، منځني ختیځ او روسیه کې د پاموړ بدلونونه رامنځته کړي.»
دا په داسې حال کې ده چې، د سې شنبې په ورځ یعنې د نومبر په پنځمه د امریکا د متحدو ایالتونو وګړي د جمهوري غوښتونکو ګوند د نوماند ډونلډ ټرمپ او د ډیموکراټ ګوند د نوماندې کاملا هرېس له منځه یو له دغو نوماندانو د امریکا د راتلونکي ولسمشر په توګه وټاکي.
په دې اړه مو اندونه