د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت، په ملګرو ملتونو سازمان کې د پاکستان د استازي د مرستیال هغه څرګندونې چې، ګواکې په افغانستان کې، د پاکستاني طالبانو تحریک (ټيټيپي) پټنځایونه شتون لري، رد کړې دي.
ښاغلي فطرت یوځل بیا ټینګار کوي، هېچا ته اجازه نهورکوي چې، د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکارول شي؛ خو په پاکستان کې د امنیت ټينګښت د پاکستان کورنۍ مسئله ګڼي.
حمدالله فطرت زیاتوي:«د افغانستان اسلامي امارت چا ته اجازه نهورکوي چې، د افغانستان خاوره د نورو پر خلاف وکاروي، ټيټيپي د پاکستان کورنۍ موضوعده او پاکستان ته په کار ده چې، خپله داخلي موضوع د کور دننه حل کړي.»
تر دې وړاندې په ملګرو ملتونو د پاکستان د استازي مرستیال د امریکا د جګړې مطالعاتو په کالج کې په خپلو خبرو کې ادعا کړې چې، پاکستاني طالبان په افغانستان کې پټنځایونه لري او د دغه هېواد [افغانستان] خاوره د پاکستان پر وړاندې کاروي.
په ملګرو ملتونو د پاکستان د استازي مرستیال عثمان جادون ویلي دي:«افغانستان د ترهګرۍ پر مرکز د بدلېدو په حال کې دی او پاکستاني طالبانو په دوامداره توګه د افغانستان خاوره د پاکستان د په نښه کولو په موخه کارولې ده.»
د سیاسي چارو شنونکی ګل محمدالدین محمدي په دې هکله طلوعنیوز ته وايي:«د افغانستان په خاوره کې د ټيټيپي حضور په تړاو د پاکستان ادعا هېڅ حقیقت نهلري او کهچېرې د پاکستان دغه ادعا پر ځای وي، په دې هکله باید د اسلامي امارت له بهرنیو چارو وزارت سره اسناد او شواهد شریک کړي.»
د پوځي چارو شنونکی عبدالهادي قریشي هم څرګندوي:«کله چې، پاکستان د افغانستان په خاوره کې د پاکستاني طالبانو تحریک د حضور په هکله شواهد نهلري، نو دا ادعا یې بېبنسټه او نامسوولانه ده.»
تر دې مخکې هم پاکستاني چارواکو په افغانستان کې د ټيټيپي د شتون ادعاوې کړي؛ خو اسلامي امارت تل دغه ادعاوې رد کړي او ویلي يې دي، په افغانستان کې هېڅ داسې ډله نشته چې، د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر خلاف وکاروي.
په دې اړه مو اندونه