Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

نجونې د ۱۴۰۴ کال د کانکور په ازموینه کې د ګډون غوښتنه کوي

د پوهنې وزارت له لوري په ۱۴۰۴ هجري لمریز کال کې د هلکانو د کانکور ازموینې له اعلان وروسته، اوس ځينې نجونې هم په دغې ازموینه کې د ګډون د اجازې غوښتونکې دي.

دغو نجونو طلوع‌نیوز ته ویلي چې، غواړي د هلکانو په څېر د راتلونکي کال کانکور په ازموینه کې ګډون وکړي او خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړي.

د دولسم ټولګي زده کوونکې بهار چې، د اقتصاد پوهنځي ته د لارموندنې هیله لري، د طلوع‌نیوز خبریال ته ویلي:«نن مې ورور د انجنیرۍ پوهنتون ته بریالی شوی او د خپلو هیلو په لټه کې دی. ما هم غوښتل چې، همدا ډول خپلو هیلو ته ورسېږم، کله چې، ورور مې کولای شي او زه یې نه‌شم کولای، دا ډېره مایوسه کوونکې ده او ناهیلې کېږم.»

زده کوونکې صفا هم څرګندوي:«موږ له اسلامي امارته غواړو چې، موږ ته د زده‌کړو اجازه راکړي. د ځان او ټولو افغان نجونو لپاره مې هیله دا ده چې، وکړای شي یوه ورځ پوهنتون ته ولاړې شي او خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړي.»

دا په داسې حال کې ده چې، د پوهنې وزارت ویاند د ۱۴۰۴ کال د کانکور په ازموینه کې د نجونو د ګډون په تړاو له څه ویلو پرته په ښوونځیو او مدرسو کې د هلکانو د کانکور ازموینې لپاره د نوم‌لیکنې د پیلېدو خبر ورکوي او زیاتوي چې، د نوم‌لیکنې بهیر به د مرغومې تر ۳۰ دوام ولري.

د پوهنې وزارت ویاند زیاتوي:«د کانکور د ازموینې په تړاو به ووایم چې، د تېر په څېر د جوزا په میاشت کې به اخیستل کېږي، کېدای شي چې، په ګرمسیرو ولایتونو لپاره ازموینه یو څه مخکې واخیستل شي او د نوم‌لیکنې بهیر به د جدي میاشتې تر ۳۰مې نېټې پورې وي او له هغې وروسته د نوم‌لیکنې بهیر درېږي، د ښوونځيو او مدرسو د کانکور ازموینه به هم‌مهاله وي، کومه ستونزه نشته ان‌شاالله او د دواړو لپاره جلا پوښتنې وي.»

دا په داسې حال کې ده چې، په تېرو دوو کلونو کې په ټول هېواد کې د کانکور ازموینه د زده‌کوونکو نجونو له حضور پرته اخیستل شوې ده.

د پوهنې وزارت ویاند د ۱۴۰۴ کال د کانکور په ازموینه کې د نجونو د ګډون په تړاو له څه ویلو پرته په ښوونځیو او مدرسو کې د هلکانو د کانکور ازموینې لپاره د نوم‌لیکنې د پیلېدو خبر ورکوي.

تصویر بندانگشتی

د پوهنې وزارت له لوري په ۱۴۰۴ هجري لمریز کال کې د هلکانو د کانکور ازموینې له اعلان وروسته، اوس ځينې نجونې هم په دغې ازموینه کې د ګډون د اجازې غوښتونکې دي.

دغو نجونو طلوع‌نیوز ته ویلي چې، غواړي د هلکانو په څېر د راتلونکي کال کانکور په ازموینه کې ګډون وکړي او خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړي.

د دولسم ټولګي زده کوونکې بهار چې، د اقتصاد پوهنځي ته د لارموندنې هیله لري، د طلوع‌نیوز خبریال ته ویلي:«نن مې ورور د انجنیرۍ پوهنتون ته بریالی شوی او د خپلو هیلو په لټه کې دی. ما هم غوښتل چې، همدا ډول خپلو هیلو ته ورسېږم، کله چې، ورور مې کولای شي او زه یې نه‌شم کولای، دا ډېره مایوسه کوونکې ده او ناهیلې کېږم.»

زده کوونکې صفا هم څرګندوي:«موږ له اسلامي امارته غواړو چې، موږ ته د زده‌کړو اجازه راکړي. د ځان او ټولو افغان نجونو لپاره مې هیله دا ده چې، وکړای شي یوه ورځ پوهنتون ته ولاړې شي او خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړي.»

دا په داسې حال کې ده چې، د پوهنې وزارت ویاند د ۱۴۰۴ کال د کانکور په ازموینه کې د نجونو د ګډون په تړاو له څه ویلو پرته په ښوونځیو او مدرسو کې د هلکانو د کانکور ازموینې لپاره د نوم‌لیکنې د پیلېدو خبر ورکوي او زیاتوي چې، د نوم‌لیکنې بهیر به د مرغومې تر ۳۰ دوام ولري.

د پوهنې وزارت ویاند زیاتوي:«د کانکور د ازموینې په تړاو به ووایم چې، د تېر په څېر د جوزا په میاشت کې به اخیستل کېږي، کېدای شي چې، په ګرمسیرو ولایتونو لپاره ازموینه یو څه مخکې واخیستل شي او د نوم‌لیکنې بهیر به د جدي میاشتې تر ۳۰مې نېټې پورې وي او له هغې وروسته د نوم‌لیکنې بهیر درېږي، د ښوونځيو او مدرسو د کانکور ازموینه به هم‌مهاله وي، کومه ستونزه نشته ان‌شاالله او د دواړو لپاره جلا پوښتنې وي.»

دا په داسې حال کې ده چې، په تېرو دوو کلونو کې په ټول هېواد کې د کانکور ازموینه د زده‌کوونکو نجونو له حضور پرته اخیستل شوې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه