Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د افغانستان له خلکو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو او ازبیکستان هڅې

د افغانستان لپاره د ازبیکستان ځانګړي استازي عصمت‌الله ارګاشف، په ازبیکستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د پراختیايي پروګرام له استازي سره په کتنه کې، په سوله‌ییزه توګه د افغانستان د مسئلې د حل لپاره د ازبیکستان او د ملګرو ملتونو سازمان د بنسټونو د اقداماتو پر لا ډېرې همغږۍ ټینګار کړی دی.

د ازبیکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې، دواړو لورو په دغې کتنه کې، د ښوونې او د بشرپاله مرستو د وړاندې کولو له لارې د افغانستان له خلکو ملاتړ مهم بللی دی.

د ازبیکستان د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي:«په دې کتنه کې د پوهنې او بشرپاله نوښتونو له لارې د افغانانو د ملاتړ پر دوام ټینګار وشو. دواړو خواوو د افغانستان د ستونزې د سوله‌ییز حل لپاره د ازبیکستان او د ملګرو ملتونو د بنسټونو د اقداماتو د لا زیاتې همغږۍ پر اهمیت ټینګار وکړ.»

ازبیکستان یو له هغو هېوادونو دی چې، له سرپرست حکومت سره ښې سیاسي او اقتصادي اړیکې لري او د اسلامي امارت سفیر د روان لمریز کال د تلې میاشتې په ۱۹ نېټه خپل باورلیک د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر ته وسپاره. د ازبیکستان نوی سفیر هم یوه اوونۍ وړاندې کابل ته راغی او تمه ده چې، په راتلونکو ورځو کې به خپل باورلیک د اسلامي امارت رییس الوزرا ته وسپاري.

اقتصاد وزارت د افغانستان او ازبیکستان ترمنځ د اړیکو ښه‌والی د هېواد په ګټه ګڼي.

د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري طلوع‌نیوز ته وايي:«دم‌ګړۍ په اقتصادي، سوداګریزې، ټرانسپورټي، کرنې، کانونو او انرژۍ په برخو کې مناسبات روان دي او ټاکل شوې دغه اړیکې پراختیا پیدا کړي. نو ازبیکستان د اسلامي امارت یو له اقتصادي او سودګرایزو شریکانو شمېرل کېږي.»

د سیاسي چارو شنونکی سلیم پیګیر هم په دې هکله څرګندوي:«موږ د ازبیکستان له لارې له منځنۍ اسیا، روسیې، چین او حتا له سیمې لېرې هېوادونو سره ښې اړیکې ټينګې کړو او ازبیکستان کولای شي په دې چاره کې له موږ سره مرسته وکړي.»

تر دې وړاندې د ازبیکستان ځانګړي استازي له نشه‌يي توکو سره د مبارزې په برخه کې د ملګرو ملتونو د دفتر له سيمه‌ييز استازي سره په کتنه کې د سولې او ثبات په تامين او افغانستان ته د بشري مرستو په رسولو ټينګار کړى و.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه