د هرات سیمه ییز مسوولین وایي، په ژمي کې یې له کروندګرو سره د مرستې په موخه د هریرود سیند په اوږدو کې پرتو اتو ولسوالیو ته د سلما بند اوبه ورخوشې کړې دي.
دغه مسوولین وایي، ټاکل شوې په راتلونکو ۲۱ ورځو کې د سلما بند اوبه زرګونه هکټاره ځمکه خړوبه کړي.
د هریرود سیندیزې حوزې د اوبو د تنظیم امر، جلیل احمد محمدي و ویل: « لومړي پړاو کې کوهسان، زنده جان او غوریان ته شپږ ورځې او شپې او دویم پړاو کې بیا ګزرې او انجیل ته شپږ شپې او ورځې ځانګړې کیږي.»
دغه اوبه تازه له سلما بند راخوشې شوي او ټاکل شوې په راتلونکو ۲۱ ورځو کې په همدې مسیر د اتو ولسوالیو زرګونه هکتاره ځمکه خړوبه کړي.
که څه هم د هرات په ډېرو سیمو کې کروندګر د ژورو څاګانو له اوبو خپلې ځمکې خړوبوي؛ خو ډېری کروندګر د دغو څاګانو د کېندلو وس نه لري او خپل کښتونه د هريرود سيند په اوبو خړوبوي.
د هریرودو سیند د اوبو کاروونکو د ټولنې مسوول، غلام حبیب هاشمي و ویل: « د هرات ژمنی یا د مني ټول کښتونه د سلما بند له اوبو خړوبیږي، نورې اوبه نشته. موږ اوس مهال د هرات په هریرود حوزه کې له وچکالۍ سره مخ یو.»
د هرات کروندګر وایي، خوښ دي چې د کښت موسم پرمهال د سلما بند اوبه ترلاسه کوي او ځمکې پرې خړوبوي.
دوی وایي، که دا اوبه نه وي، نو دوی په خپلو کروندو کې کښت نشي کولی.
کروندګر، میراقا و ویل: « زموږ ژمني کښت ته سل په سلو کې بسنه کوي، شکر کوو چې الله ج دغه د سلما بند موږ ته یو ستر نعمت راکړی چې کولای شو خپلې ځمکې خړوبې کړو.»
بل کروندګر، عبدالله و ویل: « اوس مهال د ژمني کښت وخت دی، د جواري د کښت موسم دی. ځمکې ډېرې وچې وې، او ټول کروندګر په ځانګړې توګه د هرات خلک نا امیده و چې څرنګه خپل کښتونه اوبه کړي.»
سیمه ییز مسوولین وایي، سږکال د ډېرو ورښتونو او سېلابونو په پایله کې سلمان بند له کافي اوبو ډک شوی، چې اوس د کارېدونکو اوبو کچه ۳۰۰ میلیونه مترو مکعبو ته رسیږي.
په دې اړه مو اندونه