Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د یوناما وروستي راپور ته د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت غبرګون

د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت افغانستان کې د بشري حقونو پر وضعیت د یوناما وروستي راپور ته په غبرګون کې وايي، یوناما لا هم خپل راپورونه د غیر اسلامي او غیر افغاني ارزښتونو پر بنسټ جوړوي.

د دغه وزارت ویاند وایي، د یوناما په دغه وروستي راپور کې د میراث او د جبري ودونو مخنیوي په تړاو د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت لاسته راوړنو ته هېڅ اشاره نه ده شوې.

د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت ویاند، سیف الاسلام خیبر و ویل: « د یوناما او دې ته ورته سازمانونو راپورونه تر ډېره د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت له کاري واقعیتونو لیرې وي او د هغه ارزښتونو پر بنسټ چمتو کېږي چې د دوی فکر یې تشکیلوي.»

یوناما په افغانستان کې د بشري حقونو پر وضعیت خپل وروستي درې میاشتني راپور کې د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت د قانون ځینو برخو ته په اشارې ویلي، چې یاد قانون پر ښځو ځینې نوي بندیزونه لګولي دي.

د یوناما په وروستي راپور کې راغلي: « په دې قانون کې ځینې بندیزونه چې پخوا د واکمنې ادارې د چارواکو د حکمونو، فرمانونو او لارښوونو په چوکاټ کې صادر شوي وو، نرم شوي دي. دا قانون داسې ښکاري چې ځینې پخواني بندیزونه یې پراخه کړي او نوي بندیزونه زیاتوي.»

د سیاسي چارو شنونکی، شفیق ناصر وایي: « که یو هېواد اساسي قانون تدوین کړي او بهرنی سیاست او د خلکو حقونه پکې روښانه کړي، دا به کومه ستونزه رامنځته نه کړي.»

تر دې وړاندې د اسلامي امارت ویاند ویلي و، چې د یوناما لخوا د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت پر کړنو نیوکه بې ځایه ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه