Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کابل کې هندي پلاوی؛ کتنو کې پر اقتصادي پراختیا او د ویزې اسانتیا ټینګار وشو

د هند ځانګړي استازي د هېواد د بهرنیو چارو او دفاع وزارتونو له سرپرستانو سره په جلا جلا کتنو کې د کابل او نوي ډهلي تر منځ د اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د افغانستان، پاکستان او ایران په چارو کې د هند د بهرنیو چارو وزارت له استازي جې پي سینګ سره د کابل او نوي ډیلي ترمنځ د دوه اړخیزو اقتصادي او سیاسي اړیکو په اړه خبرې کړې دي.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال وايي امیرخان متقي په دغه لیدنه کې د افغان سوداګرو لپاره د ویزې د اسانتیاوو پر رامنځته کولو او له هند سره د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا د ټینګار ترڅنګ ویلي چې تمه ده په بیلابیلو برخو کې د افغانستان او هند اړیکې ښې شي.

ضیا احمد تکل په دې اړه وايي: د بهرنیو چارو وزیر و ویل چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې به په بیلابیلو برخو کې پرمختګ وکړي. متقي صیب ټينګار وکړ چې د سوداګریزو  اړیکو د پراختیا لپاره لازمه ده چې افغان سوداګرو ته د هند د ویزې ورکړې په براخه کې لا زیات کار وشي. 

د بهرنيو چارو وزارت د وياند د مرستيال په وينا، د هند د بهرنيو چارو وزارت استازي د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو پر پراختيا ټينګار کړی او زياته کړې ده، چې په نږدې راتلونکي کې به د افغانستان، هند او نورو هېوادونو د پلاويو ترمنځ د چابهار بندر په اړه خبرې پيل شي.

دغه هندي پلاوي دغه راز د ملي دفاع وزارت له سرپرست سره هم د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا او له افغانستان سره د هند د بشردوستانه همکاریو په اړه خبرې کړي او دواړو لورو د افغانستان او هند ترمنځ د اړیکو د لازیاتې پیاوړتیا په اړه لېوالتیا څرګنده کړې.

د سیاسي چارو شنونکی، عبدالناصر شفیق وايي: په ټوله کې د افغانستان او هند ترمنځ اړیکې مهمې دي خو د هند او پاکستان دواړو سره په یوه کچه دغه اړیکې مهمې دي. هغه مهال چې زموږ له یوه سره اړیکې ښې نه وي او بل سره اړیکې ټينګول پر حریف فشار راوړي چې دا د وخت اړتیا ګڼل کیږي. 

د اقتصادي چارو شنونکی، عبدالظهور مدبر وايي: کوم موقعیت چې هند لري د افغانستان لپاره ډېر ښه ټرانزیټ کېدای شي. د چابهار له لارې له هند سره او بیا د هند له لارې نورو هېوادونو سره اقتصادي اړیکې پراخولای شو.

دغه هندي پلاوي تېره ورځ له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره هم په لیدنه کې د افغانستان او هند د اړیکو پر پیاوړتیا خبرې کړې وې.

حامد کرزي په دغه کتنه کې له نوي ډیلي د هند او افغانستان ترمنځ د ښوونې او روزنې، د سوداګریزو اړیکو د پراختیا او د تګ راتګ د اسانتیا په برخه کې د لا زیاتې پاملرنې غوښتنه کړې وه.

دغه هندي پلاوي دغه راز د ملي دفاع وزارت له سرپرست سره هم د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا او له افغانستان سره د هند د بشردوستانه همکاریو په اړه خبرې کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه