Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د نیمروز مسوولین: هره ورځ تر ۱۰۰ کورنۍ د ورېښم پله له لارې راستول کیږي

له ایرانه نیمروز ولایت ته په زور او په خپله خوښه د افغان کډوالو د راستنېدو کچه د تېرو میاشتو پر تله پنځه برابره لوړه شوې ده.

د سیمه ییزو مسوولینو په وینا، هره ورځ د ورېښمو پله له لارې نږدې سل کورنۍ بېرته هېواد ته راستنېږي.

۲۸ کلن احمد له خپلې مور او خور سره یو ځای له ایران څخه نیمروز ته را اړول شوی دی.

ایراني پولیسو هغه او د کورنۍ غړي یې په ایران کې له ۸ کاله ژوند کولو وروسته له دغه هېواده را اېستلې دي.

احمد له سرپرست حکومت او نړۍوالو مرستندويه موسسو څخه غواړي، چې د مرستو د وېش او سرپناه جوړولو ترڅنګ ورته د کار کولو زمینه هم برابره کړي.

له ایران اېستل شوی افغان، احمد وايي: موږ هلته کډوال وو او موږ یې له کورنۍ سره یو ځای را واستولو، اوس دلته راغلي یو چې نړۍوال بنسټونه له موږ سره مرسته وکړي.

له ایران اېستل شوې افغانه، معصومه هم وايي: هلته مو ډېره سخته تېره کړې، دلته یې راسره مرسته کړې. هیله لرو چې نور هم راسره وکړي.

د ایراني پولیسو ناوړه چلند رحمت الله هم اړ کړ چې له خپلې کورنۍ سره هېواد ته راستون شي.

هغه وايي، که په هېواد کې ورته د کار زمينه برابره شي، نور د کار په موخه به ګاونډيو هېوادونو ته هېڅکله ولاړ نه شي.

له ایرانه راستون شوی افغان، رحمت الله و ویل: ستونزې ډېرې زیاتې وې، کار ته یې نه پرېښودو. ګرځېدلی نه شو. چې چېرته به یې ونیوو موږ باندې به یې ظلم کاوه نو موږ اخر مجبور شوو.

له ایرانه راستنه شوې یوه بله افغانه، شریفه په دې اړه وايي: هو مرسته شوې. نور نو څه خبره نشته. موږ راغلو له ایرانه راستانه شوو. هلته مو هیڅ ځای نه درلود.

د سیمه ییزو مسوولینو د شمېرو پر بنسټ، هره ورځ نږدې سل افغان کډوال له ایرانه د نیمروز ولایت د ورېښمو له پولې هېواد ته راستنېږي.

په نيمروز ولایت کې د ځايي د چارواکو په وينا، تر دې وړاندې هره ورځ هېواد ته د راستنېدونکو کورنيو شمېر ٢٠ ته رسېده.

راستانه کړی شوي افغانان وايي، که په هېواد کې ورته د کار زمينه برابره شي، نور د کار په موخه به ګاونډيو هېوادونو ته هېڅکله ولاړ نه شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه