Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

جرمني کې به د وژنې په جرم د یوه افغان کډوال محکمه ډېر ژر پیل شي

د جرمني فډرالې څارنوالۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، ټاکل شوې د هغه افغان محکمه چې، د مې زیږیزې میاشتې په وروستیو کې یې یو پولیس په چاقو په وسیله وژلی او څو نور یې ټپیان کړي وو، پیل شي.

د خبرپاڼې لمخې، مجرم کس له داعش سره فکري نږدېوالی لري.

خبرپاڼه کې راغلي: « د ۲۰۲۴ کال د مې په پیل کې، نوموړي پرېکړه وکړه چې په جرمني کې د خیانت په تور یو برید وکړي. هغه د همدې موخې لپاره د ۲۰۲۴ کال د مې په ۳۱ مه نېټه د مانهایم ښار بازار ته ولاړ، چېرته چې د اروپا د پاکس وګړو غورځنګ پر اسلام د نیوکې لپاره یو لاریون ته چمتوالی نیوه، تورن چې په لوی ښکاري چاقو سمبال و، لومړی یې ناڅاپه د دغه غورځنګ پر اصلي ویناوال د چړو ګوزارونه وکړل.»

تر دغه برید وروسته جرمني د افغان کډوالو د منلو لپاره سخت قوانین وضع کړل.

د کډوالو د حقونو ځینې فعالان وايي، هغه کډوال چې په بهر کې ژوند کوي باید د کوربه هېواد قوانین مراعات کړي.

د کډوالو د حقونو فعاله، اصفه ستانکزۍ وایي: « کډوال باید د کوربه هېواد اساسي قانون ته درناوی وکړي او د اوسېدو او ټولنیز مسایل په پام کې ونیسي.»

د کډوالو د حقونو بل فعال، علي رضا کریمي و ویل: « قوانینو ته احترام د کوربه ټولنې امنیت او فرهنګ ته د درناوي ښکارندویي کوي او د ښه ادغام غوره ژوند او د کوربه هېواد له لوري ډېر ملاتړ ته لاره هواروي.»

د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې هم د دغه هېواد د پارلمان په یوه غونډه کې ویلي و چې د مجرمو افغان کډوالو د ستنولو پروګرام ته دوام ورکوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه