Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

له کتنو او د قانون تر وضع کېدو؛ د سیګر له لوري د سرپرست حکومت د کړنو ارزونه

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړي څارونکي (سیګر) د افغانستان په تړاو په خپل درې میاشتني راپور کې د حکومتولۍ، د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت قانون، نړۍوالو تعاملاتو، زده‌کړو او امنیت ته کتنه کړې ده.

سیګر په دې راپور کې د نژدې ختیځ لپاره د واشنګټن د پالیسۍ د انسټېټیوټ په حواله لیکلي دي چې، سرپرست حکومت په تېرو درې کلونو کې، د ۸۰ هېوادونو له چارواکو سره نږدې ۱۴۰۰علني ډیپلوماتیکې کتنې لرلې دي چې، ډېری یې له سیمه‌ییزو سیالانو سره وې.

سیګر په دغه راپور کې ویلي، چې د نړۍوالو بشري حقونو د معیارونو رعایت ته د سرپرست حکومت د نه لېوالتیا له امله د افغانستان راتلونکی ناڅرګند دی.

د دغه راپور په یوې برخه کې راغلي چې، د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت وروستی قانون پر بشري حقونو او د عمومي ژوند پر اساسي ازادیو محدودیتونه پراخوي.

په راپور کې راغلي:«د طالبانو نوی قانون د افغانانو د بشري حقونو او د عمومي او شخصي ژوند اساسي ازادۍ د محدودولو لپاره شته احکام پراخوي او د طالبانو مفتشانو ته چې، د هغه د پلي کولو دنده پر غاړه لري، پراخ واکونه ورکوي. دغه قانون په رسمي توګه د ښځو لپاره پاتې یو څو ازادۍ هم له‌منځه وړي.»

د سیاسي چارو شنونکی سلیم پیګیر د سیګر په راپور کې وویل:«د سیګر راپور د دې څرګندوی دی چې، د افغانستان اسلامي امارت د تېرو درې کلونو په لړ کې ډېر فعال او مثبت و او د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره چې، هر څومره دا غونډې زیاتې شي، د افغانستان د اسلامي امارت او د افغانستان د خلکو په ګټه دي.»

د ښځو د حقونو فعاله تفسیرسیاه‌پوش هم په دې هکله څرګندوي:«د نړۍوالې ټولنې مسوولیت دا دی چې، د افغان ښځو غږ په سمه توګه واوري او کار وکړي. او د اسلامي امارت حکومت هم باید د ښځو غوښتنو ته پاملرنه وکړي.»

اسلامي امارت تر اوسه په دې تړاو څه نه‌دي ویلي؛ خو تر دې وړاندې د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت د دغه وزارت پر نوي قانون د یوناما په ګډون د ځينو هېوادونو او سازمانونو نیوکې بې ځایه بللې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه