Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ازبیکستان استازي او د بنګله‌دېش سفیر د افغانستان د وضعیت په تړاو خبرې کړي

د ازبیکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې، د افغانستان لپاره د دغه هېواد ځانګړي استازي او د بنګله‌دېش سفیر د افغانستان د اوسني وضعیت، د افغانستان په اړه د ازبیکستان او بنګله‌‌دېش د اړیکو د لرلید او د افغانستان د وضعیت د ښه کېدو لپاره د نړۍوالې ټولنې د هڅو په تړاو خبرې کړې دي.

په ازبیکستان کې د بنګله‌دېش سفیر د سولې او اوږدمهالي ثبات د ټینګښت او د افغانستان د قضیې په تړاو د سیمه‌ییز ‌یوموټي دریځ په رامنځته کېدو کې د ازبیکستان هڅې ستایلې دي.

په دغې کتنه کې دواړو خواوو د افغانستان په تړاو د دوه اړخیزو خبرو د دوام لپاره خپله لېوالتیا څرګنده کړې ده.

د ازبیکستان د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې په یوې برخه کې راغلي:«په دې کتنه کې دواړو خواوو د افغانستان د اوسني وضعیت او د افغانستان په تړاو د ازبیکستان او بنګله‌دېش د اړیکو د لرلید او دغه‌راز د دغه هېواد د بشري ناورین د مخنیوي لپاره د نړۍوالې ټولنې د هڅو په تړاو خبرې وکړې. د بنګله‌دېش سفیر د افغانستان په تړاو د سیمه‌ییز یوموټي دریځ د رامنځته کېدو او په دغه هېواد کې د اوږدمهالې سولې او ثبات د ټینګښت لپاره د ازبیکستان هڅې وستایلې.» 

اسلامي امارت هم د افغانستان په تړاو د ازبیکستان مثبت دریځ ستايي او زیاتوي چې، سرپرست حکومت د افغانستان په مسایلو کې د سیمې د هېوادونو واقع‌بینانه دریځ ته په مثبت نظر ګوري او له ټولو هېوادونو سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت طلوع‌نیوز ته وویل:«ازبیکستان او نور هغه هېوادونه چې، په نړۍوالو ستېجونو او کنفرانسونو کې د افغانستان په تړاو واقع‌بینانه دریځ خپلوي، او له نورو هېوادونو سره د افغانستان د اړیکو په رغولو کې رول ادا کوي، موږ یې د دغه اقدام قدرداني کوو. موږ هم له ټولو هېوادونو سره د ښو تعاملاتو غوښتونکي یو.»

د سیاسي چارو شنونکی ادریس محمدي ځاځی هم په دې هکله طلوع‌نیوز ته وايي:«ازبیکستان غواړي چې، په اوسني شرایطو کې د یوه ښه ګاونډي مسوولیتونه ادا کړي، په ګڼ شمېر سازمانونو کې، په ګڼ شمېر کتنو او جلساتو کې ازبیکستان د افغانستان په ګټه خبرې کړې دي. نړۍوالو ته یې د افغانستان مثبت انځور رسولی دی. یعنې په دواړو اړخونو کې هم په اقتصادي برخه کې او هم په سیاسي برخه کې، ازبیکستان، افغانستان یې په پام کې نیولی دی.»

د ازبیکستان ولسمشر هم د قرغزستان په پلازمېنه بیشکیک کې د تُرک هېوادونو د مشرانو په یوولسمه سرمشریزه کې د افغانستان د ستونزو د حل لپاره د منظمو اړیکو د کړنلارې جوړول مهم بللي وو او ویلي وو چې، د افغانستان موضوع باید د ترک هېوادونو د سازمان له محوروي مسایلو وي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه