د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت د ټولیز امنیت د تړون سازمان د سرمنشي د خبرو په غبرګون کې وايي چې، له افغانستانه هېڅ هېواد ته کوم ګواښ نشته.
ښاغلی فطرت زیاتوي چې، سرپرست حکومت په امنیتي برخه کې خپل مسوولیت ادا کړی او له هېوادونو غواړي چې، په دې تړاو اندېښنه ونهلري.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال دغهراز د نشهيي توکو قاچاق نړۍواله مسئله بولي او وایي چې، د دې اندېښنې په تړاو ټول هېوادونه باید په ګډه همکاري ولري.
حمدالله فطرت طلوعنیوز ته وویل:«الحمدالله افغانستان اوس امن دی او د افغانستان له خاورې نورو هېوادونو ته تهدید او ګواښ متوجه نهدی. او موږ د خپلو پولو امنیت خوندي کړی، له دې اړخه دې ګاونډیان تشویش نهلري. د قاچاق د مخنیوي په موخه مو هم ځينې ګامونه اخیستي دي؛ خو دا چې، قاچاق یوه نړۍواله ننګونه ده، په کار ده چې، ټول ښکېل هېوادونه په ګډه د دغې ننګونې په اړه اقدام وکړي.»
تر دې وړاندې د روسیې ټاس خبري اژانس د ټولیز امنیت د تړون د سازمان د سرمنشي له خولې ویلي وو، چې دغه سازمان له افغانستانه د راپورته کېدونکو ننګونو او ګواښونو څارنې ته دوام ورکوي. نوموړي ویلي چې، دا هڅې د ټولیز امنیت د تړون سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو د شورا د کاري ډلې له لارې همغږي کېږي.
د روسیې ټاس خبري اژانس کې راغلي:«سرمنشي یادونه کړې چې، سازمان د افغانستان له مرکزه د راپورته کېدونکو ننګونو او ګواښونو څارنې ته دوام ورکوي او د دغو ګواښونو د لهمنځه وړلو لپاره هڅې د ټولیز امنیت د تړون سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو د شورا د کاري ډلې له لارې همغږي کېږي.»
تر دې وړاندې د خپلواکو همګټو هېوادونو سرمنشي هم د افغانستان په شاوخوا کې د امنیتي کمربند د جوړولو په تړاو د ټولیز امنیت د تړون سازمان د طرحې ملاتړ کړی و.
په دې اړه مو اندونه