د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ په خپل تازه راپور کې ویلي چې په تېر څه باندې یو کال کې ۷۶۱ زره او ۲۰۰ افغان کډوال له پاکستانه بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.
دغه بنسټ ویلي چې، له دې منځه څه باندې ۳۶ زره افغان کډوال په جبري توګه له پاکستانه ایستل شوي دي.
د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ د راپور په یوې برخه کې راغلي:«د ۲۰۲۳ کال د سپتمبر له ۱۵مې د ۲۰۲۴ کال د نومبر تر ۵ مې پورې، ټولټال۷۶۱۲۰۰ کسان راستانه شوي دي. د دغو کډوالو له ډلې، ۳۶۱۰۰ یې په جبري توګه ایستل شوي دي.»
بلخوا، په ملګرو ملتونو سازمان کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست، په ایران او پاکستان کې د افغان کډوالو وضعیت خراب بللی او د افغان کډوالو د جبري ایستلو پر مخنیوي یې ټینګار کړی دی.
نصیر احمد فایق په دې هکله وویل:«د کډوالو بېرته ستنېدل باید تل داوطلبانه او د امنیت او کرامت په شرایطو کې وي. د هغو کسانو لپاره چې، غواړي بېرته ستانه شي، د ادغام مناسبو پروګرامونو ته اړتیا ده.»
بل پلو، په پاکستان کې یو شمېر افغان کډوال د خپلو شرایطو د خرابېدو له امله نیوکه کوي.
په پاکستان کې افغان کډواله کامله وايي:«له بده مرغه په پاکستان کې د افغان کډوالو وضعیت ښه نهدي. له دې امله چې، زموږ ډېری هېوادوال د ایستلو په درشل کېږي او په دې ورځو کې یو ګڼ شمېر یې هم د پولیسو له خوا نیول شوي او کور په کور تلاشي روانه ده.»
تر دې وړاندې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ رییس له پاکستان او ایرانه غوښتي وو چې، د افغان کډوالو له جبري اېستلو لاس واخلي. عرفات جمال دغه راز په ګاونډیو هېوادونو کې له افغان کډوالو سره پر ښه چلند ټینګار کړی و.