د ریاستالوزرا سیاسي مرستیال د ارپايي ټولنې له چارسمبالې سره په کتنه کې ویلي چې، اسلامي امارت د افغانستان له خاورې د ګواښونو په تړاو اندېښنو ته رسېدنه کړې ده.
مولوي عبدالکبیر همدارنګه ټینګار کړی چې، اسلامي امارت د نړۍ له ټولو هېوادونو سره د مثبتو اړیکو غوښتونکی دی.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال ویلي چې، د اروپايي ټولنې چارسمبالې بوسکوویچ پوهار ویرانیکا هم په دغې کتنه کې، د اسلامي امارت او دغې ټولنې ترمنځ د اړیکو پر لرلو ټینګار کړی دی.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت په دې هکله وايي:«اسلامي امارت د نړۍ له ټولو هېوادونو سره د مثبتو اړیکو غوښتونکی دی. او د افغانستان د بیارغونې او اقتصادي ځان بسیاینې لپاره هڅې کوي.»
ارګ د بوسکوویچ پوهار ویرانیکا له قوله لیکلي، اروپايي ټولنه هڅې کوي چې، په کابل کې خپل فعالیتونه د اړتیا وړ برخو کې په اغېزناکه توګه ترسره کړي.
د رييس الوزراء سیاسي مرستیال په دې کتنه کې په پراختیايي، د نشهيي توکو د لهمنځه وړلو، د بدیل کښت، د کاري فرصتونو د برابرولو او پر نشهيي توکو د روږدو کسانو د درملنې په برخو کې له افغانستان سره د اروپايي ټولنې د مرستو غوښتنه هم کړې ده.
د چارو ځینې شنونکي د هېواد د ستونزو د حل په برخه کې د اروپايي ټولنې رول اغېزناک ګڼي او وايي، دغه ډول لیده کاته د اړیکو د ښهوالي او همداراز د باور جوړونې د فضا د پراخېدو لامل کېږي.
د سیاسي چارو شنونکی صمیم شمسي په دې هکله طلوعنیوز ته وايي:«اسلامي امارت او هغه شخصیتونه چې، له دوی سره لیده کاته کوي، لږ تر لږه خپل هغه مثبت ظرفیتونه اروپايي ټولنې ته وښيي او هغه ستر فعالیتونه یې چې، کړي هغه دې مطرح کړي، زه ډاډه یم چې، خپلې ښې اغېزې لري او د نړۍ باور خپلوي.»
تر دې مخکې اقتصاد وزارت په یوې خبرپاڼه کې په افغانستان کې له بشرپاله او پراختیايي پروژو د ملاتړ په برخه کې د اروپايي ټولنې د ۱۰۰ مېلیونه ډالري مرستو له ژمنتیا هم خبر ورکړی وو.
په دې اړه مو اندونه