Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر وزارت د سیګر راپور له حقیقته لېرې وباله

د امربالمعروف او نهې عن‌المنکر وزارت د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي پلټونکي (سیګر) راپور له حقیقته لېرې بولي.
 
د دغه وزارت ویاند سیف الاسلام خیبر د سیګر ادعاوې ردوي او وايي چې، په هېواد کې عمومي ازادۍ او د ښځو حقونه نقض شوي نه‌‌دي.

ښاغلی خیبر همدارنګه زیاتوي چې، دغه وزارت د هغو ښځو د حقونو د خوندیتوب هڅه کوي چې، د دود او رواج له مخې ترې اخیستل شوي دي.

د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت ویاند وايي:«د سیګر راپور د تېر په څېر له حقایقو لېرې او د تشو تورونو پر اساس بنا دی، هېڅ ازادي او د ښځو حقوق نه تر پښو لاندې شوي نه‌ لغوه شوي دي؛ بلکې لاهم امربالمعروف او نهې عن‌المنکر وزارت د ښځو په هغو له‌منځه تللو حقوقو په احیا کار کړی چې، په دغې ټولنه کې د دودونو، رواجونو او بې‌منعا ننګونو په نوم ترسره کېدل او د دوی حقوق یې تلف کړي وو.»

د دغه وزارت ویاند دغه‌راز زیاتوي چې، د امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر وزارت پر قانون د سیګر نیوکې د دغه بنسټ د بې‌‌خبرۍ ښکارندويي کوي.

سیف الاسلام خیبر څرګندوي:«که دوی وايي چې، امربالمعروف د ښځو ازادي لغوه کړې ده؛ نو دا اصلاً د دې معنا لري چې، دوی د امربالمعروف پر منشور او د دغه قانون پر مأخذاتو بيخي خبر نه‌دي؛ ځکه چې، دا قانون د اسلام مبارک دین له اساساتو لکه قران‌، حدیث، فقې څخه راوتلی دی.»

د پوهنتون استاد ناصر شفیق هم وايي:«د دې لپاره چې، موږ په نړۍواله ټولنه کې هم خلک قانع کړی شو، په پيل کې د یوې ملي وثیقې په توګه د اساسي قانون رامنځته کېدل له ټولو نه زیات اړین دي چې، په کراره کراره د اوسني حکومت هغه لیدلوري ته هم لار برابره کړي.»

تېره ورځ د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړي پلټونکي (سیګر) په خپل یوه راپور کې ویلي چې، د امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر وزارت نوی قانون پر بشري حقونو او د ژوند پر اساسي ازادیو محدودیتونه لا پسې ډېروي. 

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه