Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د اقلیمي بدلونونو په غونډه کې د ګډون لپاره اذربایجان ته د ا.ا د پلاوي سفر

د چاپېریال ساتنې د ملي ادارې د عمومي رييس مطیع‌الحق خالص په مشرۍ د دغې ادارې یوه پلاوی اذربایجان ته ولاړ. 

ښاغلی خالص د دغه سفر موخه د اقلیمي بدلونونو یا کاپ۲۹ غونډه کې ګډون او د نړۍوالو غوږ ته د اقلیمي بدلونونو له امله افغانستان ته د اوښتو زیانونو او د رامنځته شویو ننګونو، رسېدل ګڼي.

د چاپېریال ساتنې د ملي ادارې عمومي رييس په دې هکله وویل:«د اسلامي امارت له راتګ وروسته، دا لومړی ځل دی چې، داسې یوه کنفرانس ته غوښتل کېږو. موږ به کوښښ کوو چې، په دغه کنفرانس کې افغانستان له اقلیمي بدلونونو څخه څومره زیانمن شوی دی او ستونزې یې لیدلي چې، دا په بېلابېلو فورمونو کې له نړۍوالو سره شریک کړو او دا زموږ لپاره یو فرصت دی چې، خپلو اړیکو ته پراختیا ورکړو.»

اوس پوښتنه دا ده چې، په دغه ډول غونډو کې د افغانستان د استازو ګډون به د اقلیمي بدلون پر وړاندې د مبارزې په موخه د نړۍوالو د مرستو د راجلبولو په برخه کې څومره ګټه وکړي؟

د کابل پوهنتون د چاپېریال ساتنې پوهنځي استاد محمد داوود شېرزاد وايي:«باید غوښتنه وکړي چې، درول شوې پروژې بېرته پيل کړي؛ ځکه ګډون له ګټې پرته نه‌دی او کولای شي د چاپېریال ساتنې د څه باندې ۲۳۰ پروژو د فعالولو لپاره ګټور پرېوځي.»

د چاپېریال ساتنې د چارو کارپوه سید محمد سلیمان‌خېل وویل:«هلته د یوه زیانمن هېواد په توګه د افغانستان د استازي ګډون ډېره حیاتي او مهم دی او کولای شي چې، د مرستو، مالي او تخنیکي سرچینو په جلب کې ګټور پرېوځي.» 

د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلونونو یا کاپ۲۹ غونډه به د دغه سازمان د ۱۹۸ غړو هېوادونو د استازو، د ځینو هېوادونو د مشرانو، د خصوصي سکټور، د ملګرو ملتونو د دوو او څو اړخیزو مالي بنسټونو، د مدني ټولنو او د رسنیو د استازو په ګډون د روانې اوونۍ د دوشنبې په ورځ د اذربایجان د باکو ښار په کوربتوب پیل او ۱۲ ورځې به دوام وکړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه